Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پاکې هوا نړۍواله ورځ؛ ملګري ملتونه: په نړۍ کې ۹۹ سلنه خلک ککړه هوا تنفس کوي

کابل (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۴): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) د پاکې هوا نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، خوندي او پاک چاپېریال د بشر یو له اساسي حقونو دی خو په نړۍ کې اوس ۹۹ سلنه خلک ککړه هوا تنفس کوي چې د هوا د دې ککړتیا مخنیوي لپاره ګډ اقدام ته اړتیا ده.

نن د پاکې هوا نړۍواله ورځ ده؛ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په ۲۰۱۹ زېږیز کال کې دغه ورځ «د شنه اسمان لپاره پاکه هوا» ونوموله او په لومړي ځل د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر په اوومه ونمانځل شوه.

د یادې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي: «خوندي او روغ چاپېریال د بشر یو حق دی، خو اوس د نړۍ ۹۹ سلنه خلک ککړه هوا تنفس کوي چې د ژوند پر هر اړخ یې اغېز پرېږدي.»

سرچینې لیکلي، د پاکې هوا نړۍواله ورځ د چټکو حل‌لارو او ګډ اقدام لپاره بېړنۍ اړتیا په ګوته کوي څو د ټولو لپاره د پاکې هوا له شتونه ډاډ ترلاسه شي.

همدارنګه د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش هم نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د هوا ککړتیا یو نړۍوال بېړنی حالت دی چې مخنیوی یې کېدای شي.

هغه لیکلي: «موږ کولای شو د نوې‌کېدونکې انرژۍ برخه کې په پانګونې، د کثافاتو مدیریت په ښه کولو، د ځنګلو په نه وهلو او د چاپېریال دوستانه کرنې ته په ودې ورکولو سره د ککړتیاوو مخه ونیسو. راځئ چې د ټولو لپاره د پاکې او تنفس وړ هوا لپاره بېړني ګامونه پورته کړو.»

د یادونې ده، یوناما په ۲۰۲۱ کال کې راپور ورکړی و چې په دغه کال کې په نړۍ کې ۸،۱ میلیون انسانانو د هوا ککړتیا له امله ژوند له لاسه ورکړی او په میلیونونو خلک یې له بېلابېلو ناروغیو سره مخ کړي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.