کابل (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۴): د روسیې د بېړني حالت وزارت اعلان کړی چې دغه هېواد د افغانستان ختیځ کې زلزلهځپلو ته د بشري مرستو دویمه کڅوړه لېږلې ده.
د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، یادې مرستې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د فرمان او د دغه هېواد د حکومت د کړنلارو پراساس لېږل شوې دي.
په راپور کې راغلي، یوه اېل – ۷۶ الوتکه چې څه باندې ۲۰ ټنه خېمې او کمپلې پهکې بار دي، د روسیې د ژوکوفسکي له هوايي ډګره افغانستان کې د ویجاړوونکې زلزلې زیانمنو ته د مرستو رسولو په موخه پورته شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د روسیې د بشري مرستو لومړۍ ۲۰ ټنه کڅوړه درې ورځې مخکې افغانستان ته رالېږل شوې وه.
د یادونې ده، تېره اونۍ د دوشنبې په شپه شاوخوا ۱۲ بجې په کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشېر او نورستان ولایتونو کې زلزله وشوه چې ډېره مرګژوبله او زیان یې په کونړ کې واړول. د رسمي شمېرو له مخې په کونړ کې د شهیدانو شمېر ۲۲۰۵ او د ټپیانو ۳۶۴۰ کسانو ته لوړ شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP