قلعهٔنو (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۴): بادغیس کې امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په قادس ولسوالۍ کې د کانونو د غیرقانوني کیندنو په تور دوه کسان نیول شوي دي.
د بادغیس د امنیې قوماندانۍ ویاند صدیقالله صدیقي پژواک خبري اژانس ته وویل: «امنیتي ځواکونو د قادس ولسوالۍ په شیخاحمد سیمه کې دوه کسان د قيمتي ډبرو کانونو د استخراج پر مهال نیولي دي.»
هغه زیاته کړه چې نیول شوي کسان تر لومړنیو څېړنو لاندې دي او دوسیې به یې وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.