Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بغلان کې ترافیکي پېښه کې ۱۶ کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښتې

پلخمري (پژواک، ۱۹ وږی ۱۴۰۴): بغلان کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت د خوست او جلګې ولسوالیو ترمنځ پر لاره د یوې ترافیکي پېښې له امله ۹ کسانو ژوند بایللی او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د بغلان امنیې قوماندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې دغه پېښه نن (چهارشنبه) سهار د دغه ولایت د خوست او جلګې ولسوالیو ترمنځ ّر لاره شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، یو فلاینکوچ موټر چې له فرنګ ولسوالۍ پلخمري ښار ته روان و، د چلوونکي د بې‌احتیاطي او تخنیکي ستونزو له امله د جلګې او خوست ولسوالیو ترمنځ د «پلفي» کوتل په شمالي برخه کې چپه شوی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې د دوو ښځو او ۷ نارینه‌وو په ګډون ۹ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او د ۴ ماشومانو او ۳ نارینه‌وو په ګډون ۷ نور کسان ټپیان شوي دي.

د بغلان امنیې قوماندانۍ ویلي چې پولیسو د امبولانس په وسیله د مړو جسدونه او ټپیان د نهرین ولسوالۍ روغتون ته لېږدولي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.