Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پر قطر د اسرائیلو برید ته نړۍوال غبرګونونه؛ د م.م امنیت شورا بېړنۍ ناسته کوي

کابل (پژواک، ۱۹ وږی ۱۴۰۴): پر قطر د اسرائیلو برید په براخه کچه غندل شوی، د ملګرو ملتونو امنیت شوار په دې اړه بېړنۍ ناسته کوي او د امریکا ولسمشر پر دغه برید خواشیني ښودلې او ویلي یې دي چې قطر د امريکا پياوړی ملګری دی.

د راپورونو له مخې، اسراییلو تېره ورځ مازدیګر مهال په دوحه کې د حماس پر مذاکراتي ټیم برید وکړ. حماس ویلي چې په دغه برید کې د هغوی د مذاکراتي ټیم کسانو ته زیان نه دی رسېدلی.

بي‌بي‌سي لیکلي چې په دغه برید کې  د حماس د مذاکراتي ډلې د مشر خلیل الحیه زوی، د هغه د دفتر مشر او د حماس د مشرانو درېیو ملګرو ژوند له لاسه ورکړی.

بي‌بي‌سي لیکلي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر قطر د اسرائیلو د برید په اړه بیړنۍ غونډه کوي.

د راپور له مخې، ټاکل شوې چې دا غونډه په ځایي وخت چهارشنبې له غرمې وروسته په درېیو بجو جوړیږي.

د راپورونو له مخې، د اسراییلو یاد برید افغانستان، برتانیا، سعودي عربستان، ترکیې، اردن، عمان، فلسطین، کویټ، جاپان، متحده عربي اماراتو، اروپایي ټولنې او ملګرو ملتونو غندلی دی.

له بلې خوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر دوحه د اسرائيلو د بريد په ځواب کې ويلي، قطر د امريکا يو ډېر پياوړی متحد او ملګری دی او د دې پېښې له امله یې خواشیني ښودلې ده.

هغه زیاته کړه چې له بريدونو يو ساعت وروسته یې د قطر له امير او د دغه هېواد له لومړي وزير سره خبرې کړې او ورته ویلي یې دي چې د قطر پر خاوره به بیا داسې څه هېڅکله ونه شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.