کابل (پژواک، ۱۹ وږی ۱۴۰۴): له ایرانه راستانه شوي یو شمېر افغان کډوال وايي چې د کډوالۍ ترخو خاطرو، تش لاس جبري راستنېدو او بېپلانه ژوند له اقتصادي ستونزو او رواني فشارونو سره مخ کړي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، تېرو پنځو میاشتو کې له ایران، پاکستان او ترکیې هېوادونو څه باندې یو نیم میلیون کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.
څلور لسیزې جګړه او ناامنۍ، بېکاري او اقتصادي ستونزې ګاونډیو هېوادونو، اروپا او امریکا ته د میلیونونو افغانانو د کډوالکېدو اصلي لاملونه دي. په بېلابېلو هېوادونو، په ځانګړې توګه پاکستان، ایران او ترکیه کې ډېری افغان کډوال وايي چې د کډوالۍ په ژوند کې له ډېرو ستونزو لکه د باغزته کار موندلو، د بهرنیو ژبو او فرهنګ سره نابلدتیا، زدهکړو او ان روغتیايي خدماتو ته په لاسرسي کې له ستونزو سره مخ دي.
یو راستون شوی: اوس حیران یو چې څه وکړو؟
یو افغان کډوال ۳۵ کلن طاهر چې په دې وروستیو کې له ایرانه په زور را ایستل شوی، وايي چې ۱۲ کاله مخکې د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو له امله د هېواد پرېښودو ته اړ شو او له خپلې کورنۍ سره ایران ته ولاړ.
هغه چې د دایکنډي ولایت اصلي اوسېدونکی دی، زیاته یې کړه چې له خپلې کورنۍ پرته یوازې له ایرانه هېواد ته راستون شو او ۸ ورځې یې په هرات کې تېرې کړې ترڅو کورنۍ یې راستنه شي.
هغه وویل: «دغه ټولې ورځې مې ژړل او ان نږدې وه چې سکته وکړم، د شپې به خوب نه راتله او د خپلې کورنۍ په تمه وم.»
طاهر چې د کابل په سرای شمالي سیمه کې په پایتخت کمپ کې له خپلې کورنۍ سره دایکنډي ولایت ته د تګ په تمه و، پژواک خبري اژانس یې ته وویل، که له اقتصادي ستونزو او بېکارۍ سره مخ نه وای، نو هیڅکله یې هېواد نه پرېښود او نه به کډوال شوی وای.»
هغه سوړ اسوېلی وایست او په ایران کې یې د کډوالۍ د وخت د ترخو تجربو کیسه پیل کړه، ویې ویل چې کورنۍ یې په ډېره سختۍ تر ایرانه ورسوله او تر څو یې چې کار پیدا کاوه، له ډېرو ستونزو سره مخ شو او په ۱۲ کلونو کې څو ځله د پولیسو له لوري نیول شوی او وهل شوی دی.
هغه چې په ايران کې د کار د مالک له لوري د څو میاشتو پیسې نه دي ورکړل شوې او تش لاس هېواد ته راستون شوی وايي ، بېکوري او بېکارۍ له هغو لسګونو ستونزو دي چې ورسره مخ دی او بېرته عادي حالت ته د راګرځېدو لپاره یې ارمتیا له لاسه ورکړې او د شپې خوب نه لري.
هغه وايي، «په هیواد کې کار نشته، ما هیڅکله نه غوښتل کډوال شم؛ کډوالي جبري، راستنېدل جبري، اوس حیران یو چې څه وکړو.»
د طاهر مېرمن: د خاوند مې حافظه کمزورې شوې، ډېر غږیږي
د طاهر مېرمن فاطمه هم په ایران کې د کډوالۍ ترخې کیسې لري او مهاجرت د ځان او کورنۍ د ژوند ترټولو ناوړه دوره بولي.
هغه وايي: «هسې چې خلک فکر کوي په ایران کې هم ژوند اسانه نه دی، ما هلته د غواګانو په یوه فارم کې کار کاوه او د یوه یراني باغ مې ساته. تازه مې ځانته ژوند جوړ کړی و، خو وطن ته مو د راستنېدو قسمت و.»
فاطمه هم د خپل خاوند په شان اندېېښمنه ده چې څنګه به بېرته خپل ژوند جوړوي؛ ځکه چې تش لاش هېواد ته راستانه شوي دي.
هغه د طاهر د روغتیا په اړه اندیښنه لري او وايي چې په ایران کې د کار د فشار او د ایراني پولیسو د تاوتریخوالي له امله یې د خاوند حافظه کمزورې شوې ده.
هغې زیاته کړه: «خاوند په لومړیو کې داسې نه و، خو د کار فشار او د ایراني پولیسو وهل د دې لامل شول چې دا ډول شي، ډېر خبرې کوي او کله ناکله ان ما او اولادونه مې وهي.»
دا یوازې د طاهر کورنۍ نه ده چې د کډوالۍ ترخې کیسې لري، بلکې بسمالله یو بل راستون شوی کډوال دی چې له خپلې مېرمنې او درېیو اولاونو سره هېواد ته راستون شوی. هغه هم د کډوالۍ د کړوونو کیسې کوي او وايي چې ښايي په څو ورځو کې خپل اصلي ځای کندوز ولایت ته ولاړ شي.
هغه چې تش لاس له ایرانه راستون شوی وايي: «د ایران خلکو افغانانو ته د خپل دښمن په سترګه کتل، یوازې مو وکولای شول د خپل کور کم شیان راوړو او ډېری وسایل مو هملته پاتې شول، اوس نهپوهیږم څه وکړم څو یوه ګوله حلاله ډوډۍ پیدا کړم.»
هغه هم د طاهر په شان له بېخوبۍ او سر درده شکایت کوي او وايي ، دې ته اندیښمن دی چې څنګه او له کومې لارې بېرته خپل ژوند جوړ کړي.
یو بل راستون شوی کډوال: د ژوند ستونزې مې پای نهلري، ځینې وخت فکر کوم چې ځانوژنه وکړم
د کابل ښار اوسېدونکی ۴۲ کلن عبیدالله (مستعار نوم) چې شاوخوا یو کال مخکې د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو له امله له خپلې کورنۍ سره ایران ته ولاړ او په دې وروستیو کې په زور له هغه هېواده را ایستل شوی، وايي: «تېر کال مې ټول شته خرڅ کړل او له خپلې مېرمنې، دوو زامنو او څلورو لورګانو سره ایران ته ولاړم، په مشهد کې مو له سره ژوند پیل کړ، ټول پر کار شوو او نږدې یو ښه ژوند مو پیل کړ چې له بده مرغه د کډوالو ایستل پیل شول.»
هغه چې شاوخوا دوه اونۍ مخکې د کار له ځایه کور ته د تګ پر مهال د ایراني پولیسو له لوري نیول شوی او را ایستل شوی، وايي: «مېرمن او اولادونه مې هملته پاتې دي، زه یې راوایستم، نه خپله تلای شم او نه مې زړه غواړي چې اولادونه مې راشي، دلته هیڅ نه لرو. سرپناه نه لرو، کار نشته، پیسې نه لرو چې ازاد کار وکړو.»
عبیدالله د خپل اوسني وضعیت په اړه اندېښمن دی او زیاتوي: «د ژوند ستونزې مې نه خلاصیږي، ځینې وخت له ځان سره فکر کوم چې ځانوژنه وکړم څو ارام شم.»
اووه کلنه فرشته: نه پوهېږم دلته څه کار وکړم
فرشته یوه ۷ کلن ماشومه ده چې په ایران کې زیږیدلی او هلته یې تر لومړي ټولګي زدهکړې کړې دي او په ټوله کې د هغه هېواد له فرهنګ سره رالویه شوې ده.
هغه چې اوس له خپلې کورنۍ سره هېواد ته راستنه شوې، هرڅه ورته متفاوت ښکاري، په ماشومانه انداز یې وویل: «… نه پوهېږم څه کار وکړم.»
فرشته وايي چې هغه هیله لري په هېواد کې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي او په راتلونکي کې ډاکتره شي.
د ارواپوهنې استاد: راستنیدونکي کډوال له روحي او رواني فشار سره مخ دي
د سید جمالالدین افغان په دارالعلمین کې د ارواپوهنې استاد زکریا بارکزي وویل چې کډوالي یوازې د هېواد پریښودل او بل ځای ته تلل نه دي، بلکې پټ اړخونه هم لري؛ د ټولنپېژندنې له اړخه، یو ډېر مهم اړخ یې له نوي فرهنګ سره د عادت کېدو ستونزه ده، په ځانګړې توګه د هغو کسانو لپاره چې په پاخه عمر کې مهاجرت کوي.
هغه زیاته کړه چې د ارواپوهنې له پلوه، کډوالي د خلکو په روان ژورې اغېزې کوي؛ ډېری کډوال د حافظې اختلالاتو او د ژبې د ستونزې له امله په نوي چاپېریال کې د سرګردانۍ او له کورنۍ سره د تعامل له کمښت سره مخ کېږي. دا وضعیت کولای شي یو کس له رواني فعالیته وغورځوي او د اضطراب، خپګان او د یوازیتوب د احساس لامل شي.
بارکزي وويل چې انسانان ټولنيزو تعاملاتو ته اړتيا لري، خو د کډوالۍ په چاپېريال کې له دغو فرصتونو بېبرخې کېږي چې په پايله کې يې شخص خپله ټولنيزه سرمایه له لاسه ورکوي او په کوربه ټولنه کې له نوو ستونزو سره مخ کېږي چې کله ناکله نه جبرانېدونکې اغېزې لري.
هغه زیاته کړه: «له بده مرغه نن موږ له ایران او پاکستانه د کډوالو د راستنېدو شاهدان یو چې په خپل هېواد کې د پرديتوب احساس کوي. دوی ته کور، کار او تحصیل په لویو ننګونو بدلېږي، که څه هم دوی وکولای شي چې له خپلې ټولنې سره همغږي شي، نو د وخت او انرژۍ یوه برخه یې ضایع کیږي او رواني فشارونه ورسره پاتې کیږي.»
حقاني: له راستنېدونکو کډوالو سره د بیړنیو مرستو سربیره، دوی ته د استوګنې د برابرولو لپاره پلانونه او اقدامات هم په پام کې لرو
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني پژواک خبري اژانس ته وویل چې د روان لمریز کال له پیله د زمري میاشتې تر پایه، ۶۲۶ زره او ۵۸ افغان کډوال له پاکستان، ایران او ترکیې افغانستان ته راستانه شوي دي.
د هغه په خبره، حکومت او مرستندويه بنسټونو له راستنېدونکو کډوالو سره نغدي، خوراکي او غيرخوراکي مرستې کړې او خپلو اصلي ولايتونو ته ستانه کړل شوي دي.
هغه زیاته کړه: «د دغو راستنو شوو کډوالو لپاره، د بیړنیو مرستو سربیره، د افغانستان اسلامي امارت دوی ته د کور برابرولو، زدهکړو، کاري فرصتونو، روغتیا او نورو اړینو خدماتو په برخو کې د دایمي حل لارو لپاره په لوړه کچه چمتووالی او پلانونه لري.»
هغه زیاته کړه، له ټولو نړۍوالو مرستندویه سازمانونو او بشرپالو هېوادونو غواړو چې د دغو پلانونو په تطبیق کې د کډوالو د وزارت ملاتړ وکړي، څو د دوی مرستې په شفاف او اغېزناکه توګه مستحقینو ته ورسیږي او راستنو شوو کډوالو ته بنسټیز خدمتونه وړاندې شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP