Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملګرو ملتونو د افغانستان له زلزله‌ځپلو سره د مرستي لپاره د نږدې ۱۴۰ میلیون ډالرو غوښتنه کړې

کابل (پژواک، ۱۹ وږی ۱۴۰۴): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) وایي چې ملګرو ملتونو د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د زلزله‌ځپلو د بېړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره له نړۍوالې ټولنې د نږدې ۱۴۰ میلیون ډالرو غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) نن پر خپله فیسبوک‌پاڼه لیکلي چې ملګرو ملتونو د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې له امله له شاوخوا «نیم میلیون» زیانمنو سره د مرستې لپاره په بېړنۍ توګه د ۱۳۹.۶ میلیونه ډالرو غوښتنه وکړه.

سرچینې لیکلي، ملګري ملتونه او شریکان یې له اغیزمنو کسانو سره حیاتي مرستې کوي خو لا زیاتو بېړنيو مرستو ته اړتیا ده.

د یوناما د معلوماتو له مخې، ۱۳۹،۶ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده څو زلزله‌ځپلو ته د مرستو رسولو بهیر ګړندی شي.

دا په داسې حال کې ده چې یوناما د سپټمبر په درېیمه ویلي وو چې د ملګرو ملتونو لخوا په افغانستان کې له زلزله‌ځپلو سره د مرستې لپاره تر دې مهاله ۵ میلیونه ډالر ځانګړې شوي دي.

د یادونې ده، تېره اونۍ د دوشنبې په شپه په کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشېر او نورستان ولایتونو کې مرګونې زلزله وشوه چې تر ټولو ډېر تلفات او زیانونه یې په کونړ کې واړول. د رسمي شمېرو له مخې، په کونړ کې ۲۲۰۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۶۴۰ نور ټپیان شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.