کابل (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۴): شیما یوسفزۍ، هغه مېرمن چې کلونه له ژوره خپګانه ځورېدلې، اوس د مربا او اچار جوړولو او ترکاریو وچولو له لارې نه یوازې د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کوي، بلکې تولیداتو یې د هېواد ترڅنګ په بهر کې هم پېرېدونکي پیدا کړي دي.
شیما یوسفزۍ د لوګر اصلي اوسېدونکې ده او اوس د کابل ښار د قلعه زمانخان په سیمه کې ژوند کوي؛ هغې اووه کاله د ښوونکې په توګه دنده ترسره کړې او ترڅنګ یې کورنۍ باغچه هم درلوده.
له معلمۍ تر سوداګرۍ
شاوخوا پنځه کاله مخکې د پلار او مور له مړینې وروسته شیما ته سخت ژور خپګان پیدا شو، تر یوه وخته تر درملنې لاندې وه، همدا ناروغي د دې لامل شوه چې د معلمۍ دنده هم پرېږدي.
هغه وايي: «د پلار او مور له مړینې وروسته پر سختې ناروغۍ اخته شوم، څو کاله تر درملنې لاندې وم، کله چې د درملنې لپاره پاکستان ته ولاړم، ډاکټرانو وویل چې باید ځان په یوه کار کې بوخت کړم څو له خپګانه خلاصه شم؛ ان ځینو ډاکټرانو د سرطان ګومان هم کاوه خو ما په هیلو او هڅو وکولای شول چې ځان وژغورم.»
د یوسفزۍ په وینا، د ډاکټرانو د سپارښتنې له مخې یې پرېکړه وکړه چې د اچارو، مربا او نورو کورنیو محصولات تولید پیل کړي خو په لومړیو کې ورسره پیسې نه وې. هغې د کار پیل لپاره خپله د سرو زرو یوه ګوتمه په شپږ زره افغانۍ وپلورله او په هغو یې د کار لومړني وسایل برابر کړل.
شیما لومړی خپل فعالیت د مربا او اچارو په تولید سره پیل کړ او د وخت په تېرېدو یې خپل کار ته پراختیا ورکړه.
هغه اوس بېلابېلې ترکارۍ لکه نعناع ، پیاز، رومي، شوتله، بابونه ګل، پالک، ګشنیز، د نارنج خلال، مرچ او ګڼ نور محصولات هم وچوي.
هغې د خپلو تولیداتو پر کیفیت او صحيوالي ټینګار وکړ ویې ویل: «اچار او مربا په ښیښهيي بوتلونو کې اچوم؛ ځکه پلاستیکي بوتلونه زیان پېښونکي دي او د سرطان لامل کېږي.»
هغې زیاته کړه: «د هرې مېوې او سبزۍ فصل چې وي، هغه وچوم، مخکې مې له پکې کار اخیست څو د سبزیو رنګ تل زرغون پاتې شي، په ځانګړې توګه نعناع باید په سیوري کې وچه شي. اوس د ګرد او خاورې له امله ترکارۍ په کوټه کې وچوم څو پاک او سالمه وي.»
یو بل محصول چې شیما یې تولیدوي، رب دی؛ هغې وویل: «هغه رب چې زه یې تولیدوم، بشپړ طبیعي دي، د بازار رب د کدو او ګازرو له تفالې جوړېږي خو زه یوازې له لیمو د دې لپاره ګټه اخلم چې رب وساتي او کوم رب چې زه جوړوم، تر دوو کلونو نه خرابېږي.»
هغه خپل محصولات د کابل ښار ځینو پلورنځیو ته وړاندې کوي او سربېره پر دې په اتریش او لندن کې هم ځيني پېرېدونکي لري.
د دغو محصولاتو یو مینهوال
د شیما د تولیداتو یوې مینهوالې نفیسې حیران پژواک ته وویل: «زه د شیما خور له محصولات استفاده کوم، واقعاً عالي او بېساری کیفیت لري؛ نوموړې په ډېرو هڅو او زیار کار کوي او زه هر وخت د دې تولیدات پېرم.»
هغه د خپلو خبرو په دوام زیاتوي: «هېوادوالو ته مې پيغام دا دی، ښه دا ده د کورنیو تولیداتو او د خپل وطن د محصولاتو ملاتړ وکړو؛ د مېرمن یوسفزۍ محصولات واقعاً بېساري دي.»
نندارتونونو کې ګډون او د محصولاتو لپاره بازارموندنه
شیما وايي چې د روان کال د تلې له ۹مې تر ۱۴مې په کابل ښار کې په یوه نندارتون کې ګډون کوي او هلته به خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړي. هغې وویل چې اوسمهال چمتووالی نیسي څو د خپلو محصولاتو اندازه چمتو کړي.
نوموړې زیاتوي چې اوسمهال په خپل کور کې اوبه نه لري او د برېښنا پرچاوۍ هم بله ستونزه ده چې ورسره مخ ده.
هغې زیاته کړه: «دولت باید موږ ښځو ته د کار ښه زمینه برابره کړي؛ له دې چې چا ته اړ و اوسو، ښه دا ده چې کار وکړو، دا ښه ده چې پر کار بوخت و اوسو، تر دې چې چاته اړ یو.»
شیما چې یوازېنی خور او ګاونډۍ یې په کارونو کې مرسته ورسره کوي له حکومت غواړي چې محصولاتو ته د بازارموندنې برخه کې ترې ملاتړ وشي څو کاروبار یې وده وکړي او نورو ډېرو ښځو ته د کار زمینه برابره کړي.
د شیما یوه ګاونډۍ عذرا چې له هغې سره په کاروبار کې مرسته کوي وویل: «شیما یوه ډېره زیارکښه ښځه ده، د کاروبار له لارې نه یوازې د خپل کور مصارف پوره کوي، بلکې له موږ سره هم مرسته کوي.»
د اقتصادي چارو کارپوه
د اقتصادي چارو کارپوه امنه هاشمي وايي چې په افغانستان کې سوداګرې او متشبثې ښځې ډېر ارزښتمنې لاستهراوړنې او په خپلو کارونو کې خلاقیت او ښه مهارتونه لري.
د هغې په وینا، اوسمهال ډېر شمېر ښځې توانېدلې چې خپلو کوچنیو او لویو سوداګریو ته وده او پراختیا ورکړي. هغوی نه یوازې د ځان لپاره، بلکې ډېر نور شمېر ښځو ته هم د کار زمینه برابره کړې او محصولات یې نه یوازې په کور دننه، بلکې په بهر کې هم خپل خاص مینهوال لري.
نوموړې هم غوښتنه وکړه چې له شیما څخه دې ملاتړ وشي څو کاروبار یې وده وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP