Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملي دفاع وزارت د زلزله‌ځپلو د ژغورنې ټیمونه وستایل

کابل (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۴): د ملي دفاع وزیر د هېواد ختیځ کې د زلزله‌ځپلو د ژغورنې برخه کې د دغه وزارت اړوند د ژغورونکو ټیمونو ستاین‌غونډه کې ویلي چې د هېواد هوايي او پلي ځواکونه د خلکو په خدمت کې دي او په هر ډول حالاتو کې به رسېدنه ورته کوي.

د ملي دفاع وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دغه وزارت مشرتابه د هېواد په ختیځ کې د زلزله‌ځپلو د ژغورنې عملیاتو کې د خپلو ټیمونو هڅې او کوښښونه وستایل.

خبرپاڼه کې راغلي: «د ملي دفاع وزارت مشرتابه له لوري د هېواد په ختیځ زون کې د وروستیو زلزلو له امله د زلزله‌ځپلو هېوادوالو د ژغورلو په موخه د ملي دفاع وزارت اړوند هوایي ځواک، د شهید سردار محمدداوود خان ۴۰۰ بستریز روغتون روغتیایي پرسونل، د ۲۰۱ خالد بن ولید (رض) قول‌اردو اړوند پرسونل، د یاد وزارت مطبوعاتي ټیم او نور بېلابېل ژغورونکي ټیمونه په ویاړ سره وستایل شول.»

د ملي دفاع وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد په دغه مناسبت جوړې غونډې ته په خبرو کې د یادو ټیمونو نه هېرېدونکې هڅې او کوښښونه ستایلي او زیاته کړې یې ده: «زه له ټول پرسونل څخه ځانګړې مننه کوم، کومه مېړانه چې تاسو په دې الهي پېښه کې وښوده، زه یې د ستایلو لپاره الفاظ نه لرم، الله ج دې له تاسو څخه راضي شي.»

هغه ویلي چې د هېواد هوايي او پياده ځواکونه د خلکو په خدمت کې دي او په هر ډول حالاتو کې به له هغوی سره اوږه په اوږه ولاړ وي.

مجاهد دغه راز د اسلامي امارت له نورو ارګانونو او ټولو سوداګرو هم مننه کړې چې په دغه سختو حالاتو کې یې د هېوادوالو لاسنیوی وکړ.

سرچینه کاږي چې دغه ټیمونه چې تېره شپه د دغه وزارت رهبرۍ له لوري راغوښتل شوي وو، د یاد وزارت وزیر له لوري هر منسوب ته په خپل لاس تقدیرنامه ورکړل شوه او په مادي مکافاتو یې هم ونازول.

د یادونې ده، تېره اونۍ د دوشنبې شپه په کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشېر او نورستان ولایتونو کې مرګونې زلزله وشوه چې تر ټولو ډېر تلفات او زیانونه یې په کونړ کې واړول. د رسمي شمېرو له مخې، په کونړ کې ۲۲۰۵ تنه وژل شوي او ۳۶۴۰ نور ټپیان دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.