Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امنیتي ‌مسوولین: خوست ‌ښار کې د امنيتي کامرو په نصبولو سره جنايي جرمونه کم شوي

خوست‌ښار(پژواک،۲۰ وږی ۱۴۰۴): د خوست د امنيې قوماندانۍ مسوولين وايي چې د دغه ولایت د ښار په بېلابېلو لار او کوڅو کې د ۶۵ امنيتي کامرو په نصبولو سره د جنايي جرمونو کچه ټيټه شوې او دا مهال د ښار اتيا سلنه برخه د کامرو تر پوښښ لاندې ده.

د خوست د امنيې قوماندانۍ د مخابرې امريت د تخنيکي چارو امر سيدالرحمن زاهد پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا مهال د ښار په بېلابېلو لويو لارو او کوڅو کې د دوی له خوا ۶۵ امنيتي کامرې لګېدلې دي.

هغه وويل:«دا دویمه پروسه ده، داسې يو څو ساحې پاتې دي چې پر هغه لګيا يو او په درېيمه پروسه کې به يې تر پوښښ لاندې راولو، غالباً اتيا سلنه تکميل شوې ده او نور هم ان‌شاءالله هڅه کوو څو په ټول ښار او دروازو کې دغه کامرې ولګوو.»

په همدې حال کې، د خوست د امنيې قوماندانۍ وياند طاهر احرار پژواک خبري اژانس ته وويل چې د امنيتي کامرو په نصبولو سره په ښار کې د جنايي جرمونو کچه ټيټه شوې او هڅه دا ده چې دغه لړۍ اطرافي سيمو ته هم وغځول شي.

هغه وویل: «د خوست ښار په يو لړ مهمو او کليدي واټونو او د ګڼې‌ګوڼې په ځايونو کې د امنيتي کامرو په نصب سره د مجرمينو په نيولو کې اسانتیا راغلې او د جرمونو کچه کمه شوې ده. هڅه کوو چې د دغو کامرو نصبول د ښار سربېره، نورو اطرافي سيمو ته هم وغځوو.»

د خوست ښار اوسېدونکي هم د امنيتي کامرو نصبولو په مثبت اغېز ټينګار کوي او وايي، په هغو ځايونو کې چې تراوسه امنيتي کامري نه دي لګېدلې، هلته هم بايد ژر تر ژره ولګول شي.

د خوست ښار بل اوسيدونکي دلارو پژواک ته وويل:«موږ دوه پېښې په خپلو سترګو وليدې چې مرتکبين یې ورک وو، خو د امنيتي کامرو له لارې پيدا شول. دا کامرې کولای شي پرته له پولیسو او خلکو ستونزې حل کړي.»

د خوست ښار بل اوسيدونکي امېد قادري وويل: «دا کومې امنيتي کامرې چې لګېدلې، دا د خلکو لپاره لويه اسانتيا ده او د امنيتي او ترافيکي پېښو په مخنيوي کې ښه رول لوبوي.»

د خوست د امنيې قوماندانۍ مسوولين وايي چې پر یادو کامرو سربېره، د مارکېټونو او دوکانونو د مالکينو له لوري د لګېدو کامرو شمېر هم ۱۵۰۰ ته رسيږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.