Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د غزني ښار د دوو ناحیو لپاره اداري ودانۍ جوړېږي

غزني‌ښار (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۴): د غزني ښاروالي وایي چې د غزني ښار د درېیمې او شپږمې ناحیو لپاره د ۲۲ میلیون افغانیو په لګښت اداري ودانۍ جوړېږي.

د غزني ښاروال مولوي محمدنبي حمزه نن یادو پروژو د پرانیستې پر مهال رسنیو ته وویل، دغه دوه اداري ودانۍ چې یوه د غزني ښار درېیم پلان او بله په نواباد سیمو کې موقعیت لري، په پاخه او اساسي ډول جوړېږي.

هغه زیاته کړه، هره یوه ودانۍ په دوو پوړونو کې چې لس اداري خونې، سالونونه، حمامونه او نور ملحقات به ولري، پر نیم نیم جریب ځمکه په معیاري ډول جوړېږي.

د نوموړي په خبره، د دواړو ودانیو لګښت څه باندې ۲۲ میلیونه افغانۍ دی چې د ښاروالۍ له داخلي بودجې ورکولي کېږي.

حمزه وویل چې د دې ودانیو په جوړېدو سره به اداري چارې په اسانه او ښه توګه ترسره شي.

هغه دغه راز زیاته که چې د یادو ودانیو چارې به د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې او لسګونو کسانو ته به په‌کې د کار زمینه برابره شي.

نوموړي وویل: «د غزني ولایت ښاروالي ټولې شپږ ناحیې لري چې یوه یې هم اداري ودانۍ نه لري، هیله لرم په راتلونکي کې نورو ناحیو ته هم اداري ودانۍ جوړې کړو، څو غزني‌مېشتو ولسونه ته لا ښه خدمتونه وړاندې شي.»

بلخوا، د غزني ښاروالۍ يوه کارکوونکي مطيع‌الله پژواک ته وويل چې ټولي ناحيې د ښاروالۍ د ریاست ودانۍ کې خپلې چارې مخ ته وړي.

هغه زیاته کړه: «له دې مخکې ځاى ډېر تنګ و، سم کار مو نه شوای کولاى، اوس به دا مشکل څه ناڅه حل شي.»

د يادونې ده، په غزني کې يو شمېر نورې دولتي ادارې هم خپلې ودانۍ نه لري چې له امله يې په کرايي کورونو کې خپلې چارې مخ ته وړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.