Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کرکټ اسیا جام سیالۍ؛ نن د بنګله‌دېش او سریلانکا ترمنځ لوبه ترسره کېږي

کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۴): د ۲۰۲۵ کال د کرکټ اسیا جام شل‌اوریزو سیالیو په لړ کې نن د بنګله‌دېش او سریلانکا ملي لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره کېږي.

د ۲۰۲۵ کال اسیا جام شل‌اورېزې سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې روانې دي چې د افغانستان په ګډون اته لوبډلې برخه په‌کې لري.

تر دې مهاله د اسیا جام په لړ کې څلور لوبې ترسره شوي دي، افغانستان د هانګ‌کانګ لوبډلې ته، هند د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته، بنګله‌دېش هم د هانګ‌کانګ لوبډلې ته او پاکستان تېره شپه د عمان لوبډلې ته ماتې ورکړې دي.

همدارنګه نن به د دغو سیالیو پنځمه لوبه د بنګله‌دېش او سریلانکا لوبډلو ترمنځ د افغانستان پر وخت د ماښام اووه بجې پیل شي.

د یادونې ده، د یادو سیالیو په «الف» ګروپ کې د هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو او عمان لوبډلې شاملې دي او په «ب» ګروپ کې د افغانستان، بنګله‌دېش، سریلانکا او هانګ‌کانګ لوبډلې سره لوبېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.