کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۴): د ۲۰۲۵ کال د کرکټ اسیا جام شلاوریزو سیالیو په لړ کې نن د بنګلهدېش او سریلانکا ملي لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره کېږي.

د ۲۰۲۵ کال اسیا جام شلاورېزې سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې روانې دي چې د افغانستان په ګډون اته لوبډلې برخه پهکې لري.

تر دې مهاله د اسیا جام په لړ کې څلور لوبې ترسره شوي دي، افغانستان د هانګکانګ لوبډلې ته، هند د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته، بنګلهدېش هم د هانګکانګ لوبډلې ته او پاکستان تېره شپه د عمان لوبډلې ته ماتې ورکړې دي.

همدارنګه نن به د دغو سیالیو پنځمه لوبه د بنګلهدېش او سریلانکا لوبډلو ترمنځ د افغانستان پر وخت د ماښام اووه بجې پیل شي.

د یادونې ده، د یادو سیالیو په «الف» ګروپ کې د هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو او عمان لوبډلې شاملې دي او په «ب» ګروپ کې د افغانستان، بنګلهدېش، سریلانکا او هانګکانګ لوبډلې سره لوبېږي.