Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین هند ته سفر کړی

کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د هېواد د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین د درمل جوړونې او روغتیايي خدمتونو په یوه نندارتون کې د ګډون موخه هند ته سفر کړی دی.

ټایمز اېف انډیا راپور ورکړی چې د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین مولوي حمدالله زاهد د روغتیايي او درملیزو مراقبتونو په یوه نندارتون کې د ګډون په موخه هندوستان ته تللی دی.

د خبر تر خپرېدو پورې د عامې روغتیا وزارت ویاند او د خوړو او درملو معینیت له مسوولینو سره څو ځلې اړیکې ونیول شوې خو د دې موضوع جزئیات یې پژواک خبري اژانس ته ور نه کړل.

راپور کې راغلي، دغه سفر په داسې حال کې شوی چې اټکل کېږي د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي به د روان میلادي کال په وروستیو کې هندوستان ته سفر وکړي.

د راپور له مخې، هند به د ملګرو ملتونو له امنیت شورا وغواړي چې پر امیرخان متقي د سفر لګول شوي بندیزونه لرې کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.