کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، پر غزې د اسرائیلو د پرون ورځې هوايي بریدونو کې د یوې کورنۍ د ۱۴ غړو په ګډون ۶۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
الجزيرې راپور ورکړی چې په دغو بریدونو کې یوازې د غزې په ښار او کلابندې شمالي سیمه کې ۴۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
سرچینې لیکلي، اسرائيلي ځواکونه د درنو وسلو د ډزو ترڅنګ له ریموټ کنټرول او اور شيندونکو بمونو هم کار اخلي چې په بېځایه شوو خلکو کې د وېرې او وحشت رامنځته کېدو لامل شوي دي.
په راپور کې راغلي، د غزې په التوم سیمه کې د یوه بل برید له امله د یوې کورنۍ ۱۴ غړو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د غزې ښار په درج سیمه کې هم یو ماشوم وژل شوی او څو نور کسان ټپیان شوي او د شمالي غزې په یوه سیمه کې یو ښوونځی په بشپړ ډول ویجاړ شوی دی.
راپور زیاتوي، د پرون ورځې (جمعه) بریدونو کې ټول ۶۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP