Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل ښار کې د سرو زرو بیې لوړې شوې دي

کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۴): نن په کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په نسبت د سرو زرو او هندي بورې بیې لوړې شوې خو د نورو لومړنیو خوراکي توکو او نفتي موادو بیو کې بدلون نه دی راغلی.

کابل ښار کې د خوراکي توکو سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د تېرو اوو ورځو په پرتله په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه له ۲۴۰۰ څخه ۲۴۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د نوموړي په وینا، د تقاضا ډېرېدو او وارداتو کمېدو له امله د کابل ښار په بازارونو کې د بورې بیه لوړه شوې ده.

خو هغه وايي، نن تېرو اوو ورځو ته ورته په عمده ډول ۲۴ کیلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ سېله وریجې په ۲۶۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۴۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړي په ۱۶۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام تور افریقایي چای په ۳۸۰ افغانۍ او یو کیلو شین اندونیزیایي چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کیږي.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن‌باغ سیمه کې د خوراکي توکو یوه پرچون‌پلورونکي حامد صوفي‌زاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۴۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ سېله وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۵۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۶۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام تور افریقایي چای په ۴۳۰ افغانۍ پلورل کېږي.

نفتي توکي

کابل ښار کې احمدیار د تېلو ټانک یوه کارکوونکي وویل، نن تېرو اوو ورځو په څېر د یوه لېتر پټرولو بیه ۷۱ افغانۍ او د یو لېتر ډېزلو بیه هم ۷۱ افغانۍ ده.

دغه‌راز، د کابل ښار په دهن‌باغ کې یو هټۍوال محمدجان امین وايي چې نن د تېرې شنبې په څېر یو کیلو اوبلن ګاز په ۵۰ افغانیو پلوري.

د سرو زرو بیې

کابل ښار کې د یوې زرګرۍ مالک محمد‌فواد وویل چې نن د تېرو اوو ورځو په نسبت د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۶۲۳۰ څخه ۶۳۰۰ افغانیو ته او د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۴۹۰۰ څخه ۵۰۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د سرو‌زرو پلورونکو په وینا، د کابل ښار په بازارونو کې د سرو‌زرو بیو بدلون په نړۍوالو بازارونو کې د هغو د بیو له بدلون سره تړاو لري.

د اسعارو بیې

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د یوې صرافۍ مالک حاجي محمدحسین وویل چې نن د یوه ډالر پېر بیه ۶۸ اعشاریه ۱۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۳۵ افغانیو تبادله کېږي.

دا په داسې حال کې چې د روان کال د وږي په ۱۵مه د یوه ډالر د اخیستو بیه ۶۸ اعشاریه ۲۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۳۵ افغانۍ تبادله کېدې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.