Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېره اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې نهه کسان وژل شوي وو

کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۴): تېره اونۍ، څه باندې ۹۰ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي، یواېن‌اېچ‌سي‌ار وویل چې د خپلو نغدي مرستو او ملاتړ مرکزونو فعالیت یې په موقت ډول ځنډولی او د م.م د بشري حقونو شورا افغانستان کې د بشري حقونو د نقض ادعا وکړه، خو اسلامي امارت رد کړه.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • تېره اونۍ څه باندې ۹۰ زره افغان کډوال له پاکستان او ایرانه هېواد ته راستانه شوي دي.
  • ملا برادر: پر افغانستان لګول شوي مالي او بانکي محدودیتونه نور باید پای ‌ته ورسېږي.
  • یواېن‌اېچ‌سي‌ار: د خپلو نغدي مرستو او ملاتړ مرکزونو فعالیت مو په موقت ډول وځنډاوه.
  • قطر: نړۍواله ټولنه دې له افغانستان سره د ستونزو په حل کې مرسته وکړي.
  • د بشري حقونو د نقض په اړه د م.م د بشري حقونو شورا ادعا او د ا.ا غبرګون
  • متقي: هېوادونه دې د افغانستان الوتکې او چورلکې بیرته افغانستان ته وسپاري.

مرګ‌ژوبله:

تېره اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې نهه کسان وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، تېره اونۍ د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې په یوه کور کې د چاودنې له امله د پنځو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ اوو غړو ژوند له لاسه ورکړ.

دغه‌راز، ځايي چارواکي وايي، تېره اونۍ د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې یوه کس د ځمکې پرسر شخړه کې خپل ورور او وراره وژلي دي.

وړمه اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې دوه کسان وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

افغان کډوال

تېره اونۍ، د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمیسیون ویاند احمد الله وثیق وویل چې له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو د ایستلو لړۍ لا هم دوام لري.

هغه زیاته کړې، په تېره شاوخوا یوه میاشت کې څه باندې ۲۳۸ زره او ۷۰۰ تنه له ایران او پاکستانه راستانه شوي دي.

دغه‌راز، د چارواکو د معلوماتو له مخې، تېره اونۍ له پاکستان او ایران څخه ۹۰۷۱۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي چې له ډلې یې ۵۳۵۶۸ د ننګرهار تورخم بندر له لارې، ۲۵۲۲۲ کسان د هرات اسلام‌کلا بندر له لارې، ۷۲۰۰ کسان د کندهار سپین‌بولدک له لارې، ۴۲۲۲ د نیمروز ورېښمو پل بندر له لارې او ۴۹۸ د هلمند بهرام‌چې بندر له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

تېره اونۍ د افغانستان د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي بیا ویلي و چې د اټکل له مخې، په تېرو درېیو کلونو کې شاوخوا درې میلیونه کډوال په اجبار او خپله خوښه افغانستان ته راستانه شوي چې د اسلامي امارت له لوري یې مدیریت شوی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ويلي، له خپلو شریکانو سره يو ځای راستنېدونکو ته بېلابېلې بیړنۍ مرسته برابروي خو په دې وروستيو کې، اړ شوي چې په افغانستان کې د خپلو نغدي مرستو او ملاتړ مرکزونو فعالیت په موقت ډول وځنډوي.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، دا پرېکړه یې ځکه کړې چې افغان چارواکي، ښځينه افغان کارکوونکو ته د ملګرو ملتونو کمپلېکسونو ته د ورتګ اجازه نه ورکوي.

یواېن‌اېچ‌سي‌ار ویلي، پرته له ښځينه کارکوونکو، ښځو ته د خدمتونو وړاندې کول ناشوني دي.

پر افغانستان د محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه

تېره اونۍ، د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د کونړ له زلزله‌ځپلو سیمو د لیدنې پر مهال له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې پر افغانستان لګېدلي بندیزونه پای ته ورسوي څو زیانمنو افغانانو ته د مرستو رسولو او اقتصادي ستونزو هواري برخو کې خنډونه له منځه ولاړ شي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزیر مولوي امیرخان میرخان متقي هم د ځینو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو له استازو مننه وکړه چې د افغانستان په ختیځ کې له زلزله ځپلو سره یې مرستې وکړې.

متقي هم پر افغانستان لګول شوو بندیزونو له امله اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې و چې د دغو بندیزونو له امله له هېواده بهر افغانان خپلې مرستې نشي را لېږدولای.

ده له نړۍوالې ټولنې وغوښتل څو دغه بندیزونه لرې کړي.

 تېره اونۍ په کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشیر او نورستان کې زلزله وشوه. دې زلزلې تر ټولو ډېره مرګ‌ژوبله په کونړ ولایت کې واړوله. د راپورونو له مخې، د دې زلزلې له امله ۲۲۰۵ شهیدان او۳۶۴۰ نور ټپیان شول.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د قطر د دایمي استازولۍ مرستیالې جواهرة بنت عبدالعزیز السویدي تېره اونۍ وویل چې نړۍواله ټولنه باید د بیارغونې، بشري مرستو ته د لاسرسي تضمینولو، د کنګل شوو شتمنیو د خلاصون او له ټولو اړخونو سره د خبرو اترو برخو کې د افغانستان ملاتړ وکړي څو د دغه هېواد ستونزې راکمې شي.

د چورلکو غوښتنه

تېره اونۍ د بهرنيو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي له ځینو ډیپلوماټانو او د نړۍوالو بنسټونو له استازو سره کتنه کې له هغو هیوادونو چې د جمهوریت د سقوط پرمهال د افغانستان چورلکې ور لېږدول شوې، وغوښتل چې دغه الوتکې بیرته افغانستان ته وسپاري.

ځينې راپورونه هم خپاره شوي وو چې اوزبېکستان له افغانستان سره هوکړه کړې چې په دغه هېواد کې شته پوځي چورلکې او الوتکې بېرته افغانستان ته سپاري، خو اوزبېکستان د بهرنيو چارو وزارت ویاند اخرور بُرخانوف ویلي، په دغه هېواد کې د شته چورلکو په اړه د تاشکند دریځ بدلون نه دی کړی او په اړه یې خپاره شوي راپورونه بې‌بنسټه دي.

د راپورونو له مخې، د ۱۴۰۰ لمریز کال په زمري میاشت کې د مخکني حکومت د ړنګېدو پر مهال د افغانستان له څلوېښتو ډېرې الوتکې او چورلکې اوزبېکستان او تاجکستان ته لېږدول شوې دي.

د بشري حقونو د نقض ادعا او په اړه یې د ا.ا غبرګون

د راپورونو له مخې، جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په وروستۍ غونډه کې د ۳۸ هېوادونو او ځینو بنسټونو استازو افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د نه خوندیتوب په تړاو اندېښنې څرګندې کړې او له اسلامي امارته یې غوښتي چې پر خپلو نړۍوالو ژمنو عمل وکړي.

خو اسلامي امارت په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په تړاو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا څرګندونې رد کړې دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په دې اړه ویلي: «حقیقت دا دی چې په افغانستان کې د هیچا حقونه تر پښو لاندې شوي نه دي او د هر وګړي شرعي حقونه خوندي دي. په اسلامي نظام کې د ټولو وګړو د شرعي حقونو د نقض مخنیوی کېږي؛ هغه ادعاوې چې ځینې ادارې یې کوي، سمې نه دي او موږ یې ردوو.»

مرستې

تېره اونۍ اورپايي ټولنې د افغانستان د خلکو د ملاتړ په موخه ۱۴ میلیون یورو مرسته اعلان کړه.

د دې ترڅنګ یو شمېر هېوادونو او بنسټونو د هېواد په ځتیځ کې له زلزله‌ځپلو سره مرستې او ځینو د مرستو ژمنې کړې دي.

د دغو مرستو ټولیزه کره کچه نه ده اعلان شوې خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ۴۸ هېوادونو او بنسټونو نومونه خپاره کړې او مننه یې ترې کړې چې له زلزله‌ځپلو سره یې مرستې کړې او خواخوږي یې څرګنده کړې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.