جلالاباد (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۴): د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د یوه دیوال نړېدو پېښه کې دوو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی او اووه نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ ماښام د چپرهار ولسوالۍ په هدیاخېلو سیمه کې هغه مهال شوې چې یاد ماشومان د یوه نوي جوړ شوي دیوال څنګ ته راټول وو او پرې رانړېدلی دی.
سرچینه کاږي، په دې پېښه کې دوو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی او اووه نور ټپیان دي چې روغتون ته لېږدول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP