Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ننګرهار په چپرهار کې د دیوال نړېدو له امله دوه ماشومان مړه او اووه نور ټپیان شوي

جلال‌اباد (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۴): د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د یوه دیوال نړېدو پېښه کې دوو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی او اووه نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ ماښام د چپرهار ولسوالۍ په هدیاخېلو سیمه کې هغه مهال شوې چې یاد ماشومان د یوه نوي جوړ شوي دیوال څنګ ته راټول وو او پرې رانړېدلی دی.

سرچینه کاږي، په دې پېښه کې دوو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی او اووه نور ټپیان دي چې روغتون ته لېږدول شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.