غزنيښار (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۴): په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې په غزني ولایت کې ۳۹ جګډیمونه جوړ شوي؛ بزګران وایي چې دغو چکډیمونو د کرنې په وده او د وچکالۍ د اغېزو کمولو کې ښه نتیجه ورکړې؛ کرنیز حاصلات یې ډېر شوي او د ځمکې لاندې اوبو کچه هم ورسره پورته شوې ده.
له تېرو شاوخوا درېیو کلونو راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې سلګونه د اوبو ذخیروي لوی او واړه بندونه جوړ شوي چې یوازې په تېرو دوو کلونو کې ۳۹ چکډیمونه په غزني ولایت کې جوړ شوي، په دغه ولایت کې ځیني بزګران وایي، د دغو بندونو له جوړېدو سره کرنې وده کړې او د ځمکې لاندې اوبو کچه هم پورته شوې ده.
د غزني د مرکز اړوند د روضې سیمې یوه قومي مشر حاجې یاسین پژواک خبري اژانس ته وویل، په سیمه کې یې دوه کاله مخکې د ولاړو اوبو ریاست د یوې موسسې په همکارۍ چیکډیم جوړ کړی چې ورسره کارېزونه بېرته فعال شوي او د کرنې لپاره یې د اړتیا وړ اوبه برابرې شوې دي.
د ناوې ولسوالۍ د قاسمخېلو سیمې یو قومي مشر او کروندګر سلامخان هم وايي چې د دوی سیمه وچکالۍ ځپلې وه او کارېزونه یې هم وچ شوي وو.
هغه وویل، دوه کاله مخکې ناروې موسسې په سیمه کې یو چکډیم ورته جوړ کړ چې له امله یې ډېر کارېزونه بېرته راوتلي او کرنې هم وده کړې ده.
هغه زیاته کړه: «نور کلونه به مو ۲۰ – ۳۰ منه غنم کرل چې له سل تر یونیم سل منه حاصل به یې ورکاوه، سږ کال همدومره کروندې ۹۰۰ منه غنم کړي دي.»
دغهراز، د جاغوري ولسوالۍ د پاتو سیمې اوسېدونکي حسینداد او د واغظ ولسوالۍ د سرو کاڼو سیمې اوسېدونکي محمدطاهر هم وايي چې په سیمو کې یې د وړو بندونو له جوړېدو سره کرني او مالدارۍ دواړو وده کړې ده.
هغوی زیاتوي، پخوا یې سیمې د وچکالۍ له امله ځپل شوې وې، خو اوس چې د اوبو کوچني ذخیروي بندونو جوړ شوي، د سېلابونو مخنیوی شوی، د ځمکي لاندې اوبو کچه لوړه شوې او کرنې او مالدارۍ هم وده ورسره کړې ده.
د اقتصادي چارو شنونکي مصدق صادق هم وایي، د چکډیمونو جوړول د اوبو د مدیریت لپاره په داسې وخت کې چې وچکالي ورځ تر بلې ډېرېږي، یوه له خورا اغېزناکو چارو ده.
هغه وویل، د چکډیمونو جوړېدل د اقلیم د بدلون اغېزو مخنیوي لپاره یوه ګټوره لاره ده؛ ځکه د دغو وړو بندونو په مرسته باراني اوبه مهارېږي چې له امله یې کرنه وده کوي او د ځمکې لاندې اوبه هم ورسره ډېرېږي.
هغه زیاته کړه: «موږ کولای شو له دې ګټه واخلو او اوبه د کرنیز سکټور لپاره تنظیم کړو، څو وکولای شو په سیمو کې اوبه په غوره ډول مدیریت، کاري فرصتونه رامنځته او یو پیاوړی اقتصادي بنسټ ولرو.»
د غزني سندیزي فرعي حوزې یا ولاړو اوبو رییس مولوي محمدشفیق منصور پژواک خبري اژانس ته وویل، د اوبو او انرژۍ وزارت او همکارو موسسو په تېرو دوو کلونو کې د غزني په مرکز او ۱۸ ولسوالیو کې ۳۹ واړه ذخیروي بندونه جوړ کړي دي.
هغه زیاته کړه، له دې ډلې ۱۹ بندونه د اوبو او انرژۍ وزارت له بودجې او پاتې ۲۰ نور د همکارو موسسو په مرسته رغول شوي دي.
د نوموړي په خبره چې یاد چکډیمونه د وچکالۍ زیانونو کمولو، د سېلابونو مخنیوي، د واورې او باران اوبو ساتلو او جذبولو یا د موسمي اوبو مدیریت، د ځمکې لاندې اوبو کچې لوړېدو او د ځمکې د تخریب مخنیوي په موخه جوړ شوي دي.
د ابو او انرژۍ وزیر مولوي عبدالطیف منصور چې په دې وروستیو کې یې غزني ولایت ته سفر کړی و، له پژواک سره خبرو کې څرګنده کړه چې ا.ا له وچکالۍ سره مبارزې او د اوبو مدیریت ته متوجه دی.
هغه زیاته کړې وه چې دا مهال په هېواد کې د سلګونو چکډیمونو جوړولو چارې روانې دي چې د یو شمېر دغو بندونو چارې بشپړې شوې او د نورو به هم ژر بشپړې شي.
هغه ویلي وو چې اسلامي امارت د هېواد د ټولو سیمو متوازن انکشاف ته ژمن دی.
د یادونې ده، د ځمکې اقلیمي وضعیت په چټکۍ د بدلېدو په حال کې دی؛ د ځمکې تودوخه په ځینو سیمو کې د وچکالۍ، خو په ځینو کې بیا د سختو توپانونو، بارانونو او سېلابونو لامل کېږي.
افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې خورا لږ (۰.۱۹ سلنه) شینکوریز ګازونه خپروي، خو د راپورونو له مخې، د اقلیمي بدلون له کړکېچ سره د مخ هېوادونو په کتار کې څلورم ځای لري؛ دغه وضعیت د هېواد کرنیز سکټور سخت اغېزمن کړی؛ هغه سکټور چې لا هم نږدې ۸۰ سلنه افغانانو ته د ژوند کولو بنسټیزه سرچینه بلل کېږي. له اقلیمي بدلونونو سره تړلي بېوخته بارانونه او سېلابونه د حاصلاتو د له منځه تلو او کمښت لامل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP