کابل (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۴): د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت په جوزجان کې د طوطي میدان د ګازي ساحو د څېړنې او استخراج پروژې چارو له پیلېدو خبر ورکوي او وايي، د ګاز د استخراج په پیلېدو سره به له دې اړخه د کور دننه اړتیا تر یوه بریده پوره او په تدریج به یې بهر د صادرېدو زمینه هم برابره شي.
د کانونو او پټرولیم وزارت د تېر کال په تله میاشت کې له یوه اوزبېکستاني شرکت سره د جوزجان د طوطي میدان د ګاز د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک کړ او هغه مهال یې ویلي وو چې یاد شرکت به په لومړي کال کې ۱۰۰ میلیونه او په لسو کلونو کې یو میلیارد امریکایي ډالر پانګونه کوي.
د طوطي میدان ګازي ساحه په جوزجان ولایت کې ده او یوه برخه يې فاریاب ته هم رسېږي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت خبرپاڼه کې راغلي چې ملا عبدالغني برادر د دغو ګازي ساحو د عملي چارو پيل، د پانګونې برخه کې مهم ګام وباله ویې ویل، په داسې لویو او مهمو پروژو کې پانګونه ټولو هېوادونو او پانګهوالو ته واضح پیغام ورکوي چې په افغانستان کې امنیت تأمین دی او د هر ډول پانګونو لپاره ښه زمینه مساعده ده.
د هغه په خبره، د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادمحوره سیاست له مخې د ممکنه اسانتیاوو په برابرولو سره ټولو بالقوه پانګهوالو ته ښه راغلاست وايي او ملاتړ یې کوي.
هغه ویلي، په دې سره به زیات شمېر هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر، په کور دننه به د ګازو اړتیا تر ډېره حده پوره، په وارداتي ګازو او برېښنا به د هېواد تکیه راکمه او په تدریجي توګه به بهر ته د ګازو د صادرولو زمینه مساعده شي.
ملا برادر ویلي، په دې سره به د سوداګرۍ انډول تر یوې کچې برابر او په لویه کې به د هېواد د اقتصادي ودې برخه کې مهم رول ولوبوي.
اقتصادي مرستیال یو ځل بیا پر ټولو کورنیو او بهرنیو پانګهوالو او سوداګرو غږ کړی چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او د دغه هېواد له نسبي مزیتونو ګټه واخلي.
هغه د طوطي میدان ګازي ساحو د څېړنې او استخراج له قراردادي شرکته وغوښتل چې خپل کارونه د ټولو معیارونو او اصولو په پام کې نیولو سره په ښه ډول ترسره کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP