Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ایران یو لوړپوړی پلاوی کابل ته راغی

کابل (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۴): د ایران یو لوړپوړی پلاوی د دغه هېواد د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر په مشرۍ نن مخکې له غرمې کابل ته راورسېد.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه پلاوي د سفر موخه د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا برخه کې د ستونزو او خنډونو پېژندنه او د ترانزیټ او ګډو پانګونو برخو کې د اسانتیاوو رامنځته کول دي.

سرچینې لیکلي، ټاکل شوې چې دغه پلاوی د اسلامي امارت له اقتصادي مرستیال، د صنعت او سوداګرۍ، کانونو او پټرولیم او ټولګټو له وزیرانو او دغه‌راز د افغانستان د خصوصي سکټور له غړو سره وګوري.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ایران دغه لوړپوړی پلاوی به وروسته هرات ته هم ولاړ شي او د اوسپنې پټلۍ، کان او د اسلام‌کلا بندر لیدنه به وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت لیکلي چې په دغه پلاوي کې د ایران د ملي شورا یو شمېر استازي او د خصوصي سکټور او اړوندې ادارې غړي هم شامل دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.