Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د خوست په تڼیو کې د درېیو تاریخي دفاعي برجونو د بیارغونې غوښتنه

خوست‌ښار (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۴): د خوست د تڼیو یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دې ولسوالۍ کې درې دفاعي برجونه چې شاوخوا دوه پېړۍ تاریخي مخینه لري، د نړېدو له جدي ګواښ سره مخ دي.

د هغوی په خبره، ياد درې برجونه چې د هر يوه لوړوالی تر شاوخوا ۱۵ مترو رسېږي او د يوې خونې په بڼه جوړ شوي دي، د خوست د تڼيو ولسوالۍ د تر‌خېلو سيمه کې په درېيو بېلابېلو ځایونو کې موقعيت لري.

د یادې سيمې يوه اوسېدونکي قابل پژواک ته وويل، پخوا له دغو برجونو د ټولې سيمې د دفاع لپاره ګټه اخيستل کېده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه برجونه څه باندې دوه پېړۍ وړاندې جوړ شوي چې هغه وخت په‌کې قومي اربکيان په نوبتي ډول پيره کېناستل څو له خپلو کليو او سيمې ساتنه وکړي.

دی وايي: «که څه هم جګړه ښه شی نه ده، خو د وسلو د نشتوالي له امله خلکو دا ډول دفاعي ودانۍ جوړې کړې وې، څو د هرې احتمالي شخړې پر مهال د ځان او کلي دفاع وکړي.»

د تڼيو ولسوالۍ د تر‌خېلو سيمې يوه بل اوسېدونکي پرهېزخان پژواک ته وويل چې له خپلو نېکونو ورپاتې دا يوازېنۍ تاريخي نښې اوس د له منځه تلو په حال کې دي.

نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړه، که دغه برجونه د مسوولو حکومتي چارواکو له خوا پر وخت ونه رغول شي، ښايي دا هسې يوه کيسه پاتې شي.

دی وايي: «زه تر اوسه نه يم خبر چې د دې ترميم او کتلو لپاره دې څوک راغلي وي، خو موږ اوس دا غوښتنه لرو چې تاسې زموږ دا غږ هر چا ته ورسوئ چې له موږ سره کومک وکړي او دا برجونه بېرته ترميم کړي څو دا تاريخي ابدې له موږ ورکې نه شي.»

په همدې حال کې، د افغانستان د علومو اکاډمي غړی او د خوست د تڼيو ولسوالۍ اوسېدونکی پروفيسور مولاجان تڼيوال وايي، دا ډول سيمې بېلابېل ټولنيز اړخونه تر شا لري او تاريخي پېښې بيانوي.

نوموړي پژواک ته وويل، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت بايد دا او دې ته ورته نورې لرغونې سيمې په تاريخي ابداتو کې شاملې کړي او همدا ډول يې د ترميم او ساتنې برخې ته هم پوره پاملرنه وکړي.

هغه زیاته کړه: «زموږ د ټولنې شرايط داسې دي چې موږ ډېر داسې تاريخي ابدات له لاسه ورکړي چې اوس يې خلک یوازې په ليکنو کې يادوي، ځکه نښې يې ورکې شوې دي. اوس دا ماڼۍ کېدای شي په سږ کال ژمي کې نسکورې شي او يا د پسرلي په بارانونو کې نسکورې شي، بيا به دا هسې يوه کيسه پاتې کېږي؛ ځکه هغه فزيکي بڼه به يې نه وي چې څوک يې په سترګو وويني.»

بل لور ته، د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولین وايي چې په دغه ولايت کې نږدې ۳۰ تاريخي او لرغوني ځايونه دي چې د يادو تاريخي برجونو په ګډون ۸ يې د اسلامي امارت په راتګ سره نوي کشف او ثبت شوي دي.

د دغه رياست د فرهنګي ميراثونو د ساتنې مدير سيد قبيل‌شاه مياخېل پژواک ته وويل، د يادو لرغونو او تاريخي ځايونو چې زياتره يې د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي؛ د ترميم او بيارغونې په اړه يې ړ اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته ګڼ پشنهادونه لېږلي دي.

هغه وايي: «موږ ولس ته دغه ډاډ ورکولای شو چې موږ په هر وخت کې رسمي پشنهادونه کړي، تر وزارته پورې، څو دغه ساحې باید لکه د ترخېلو ماڼۍ يا غازي ببرک خان کلا که دغه ونه رغول شي، د له منځه تلو په حالت کې دي، موږ هر وخت په پيشنهادو کې وزارت ته همدا ليکو.»

سيد قبیل‌شاه مياخېل زیاته کړه چې په خوست ولایت کې نږدې ۳۰ تاریخي ځایونه شته، خو له دې ډلې یوازې د شاه اسماعیل زیارت ترمیم شوی؛ نور تاریخي ځایونه لکه د ترخېلو ماڼۍ لا هم د ناڅرګند برخلیک له ګواښ سره مخ دي، خو د ترمیم او ساتنې لپاره یې هڅې روانې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.