هرات (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۴): هرات کې یو شمېر انځورګرې نجونې او ښځې وايي، په نورو برخو کې د کاري فرصتونو د نشتون له امله یې د خپلو اثار انلاین پلور ته مخه کړې ده.
دغه هنرمندې نجونې باور لري چې له انلاین لارې د خپلو اثارو پلور نه يوازې د عايد ترلاسه کولو زمينه برابروي، بلکې د نقاشۍ هنر د ژوندي ساتلو لار هم بلل کېږي.
د زېبا حلیمي په نوم یوې انځورګرې پژواک خبري اژانس ته وویل، له وروستیو سیاسي تحولاتو وروسته یې د نقاشۍ هنر زده کولو ته مخه کړې چې په وینا یې، د فعالو ګالریو نشتوالي له امله خپل اثار په ټولنیزو شبکو کې پوسټوي او له همدې لارې د پېرودونکو فرمایشونه ترلاسه کوي.
هغې زیاته کړه، که څه هم دغه چاره اوس د دې لپاره د عاید سرچینه ګرځېدلې خو لا هم داسې ستونزې لکه په وروستیو شېبو کې له معاملې د پېرېدونکو په شا کېدل شته.
ورته مهال، شبانه طاهري چې په هرات کې د هنري اثارو د انلاین پلورنځي جوړولو له مخکښو ده، هم باور لري چې د ښځو پر فعالیتونو د ځينو محدودیتونو له وضع کېدو وروسته انلاین پلورنځي د فعالیت او عاید ترلاسه کولو تر ټولو غوره لار بلل کېږي.
نوموړې ټینګار کوي چې په وروستیو میاشتو کې یې د پېرېدونکو شمېر ډېر شوی، خو اوس هم ډېر ملاتړ ته اړتیا لري. طاهري د مسوولینو له لوري د حضوري نندارتونونو جوړېدو او لا ډېرو زمینو برابرېدو غوښتنه کوي.
په یاده برخه کې یوه ښوونکې طاهره مرادي انځورګري د افغانستان د کلتوري هویت یوه نه بېلېدونکې برخه بولي او وايي، په دې وروستیو یاد هنر ته پاملرنه کمه شوې، خو اړتیا ده چې حکومت د هنرمندو ښځو او نجونو ملاتړ وکړي.
هغې د ملي او نړۍوالو نندارتونونو پر جوړېدو ټینګار وکړ او دغه کار د هنرمندو ښځو د اثار د پلور لپاره مهمه لار بولي.
بلخوا، د هېواد په لوېدیځ زون کې د ښځو سوداګرۍ او صنایع خونې رییسه بهناز سلجوقي د نقاشۍ هنر له ودې او انلاین پلور ته د نجونو د لېوالتیا له ډېرېدو خبر ورکوي.
د هغې په وینا، د هنري ګالریو جوړولو لپاره د امکاناتو نشتون او اقتصادي ستونزې انلاین پلور ته د مخې کولو له اصلي لاملونو دي.
هغه زیاتوي چې د ښځو د سوداګرۍ خونې په وروستیو کې ۵۰ نجونو ته د انلاین روزنې او انلاین پلور زمینه برابره کړې ده.
ورته مهال، د هرات د اطلاعات او فرهنګ ریاست مسوولین له هنرمندو ښځو د ملاتړ لپاره د هڅو له دوامه خبر ورکوي.
د یاد ریاست د فرهنګ او هنر امر حمیدالله وايي چې تر اوسه ډېر شمېر نندارتونونه د ولایت په کچه د ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره جوړ شوي دي.
نوموړی زیاتوي، یاد ریاست په پام کې لري چې د ښځو د ملاتړ لپاره به په ملي او نړۍواله کچه لا ډېر نندارتونونه جوړ کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP