Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

المان د افغان کډوالو په اړه د مستقیمو خبرو لپاره کابل ته پلاوی رالېږي

کابل (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۴): د جرمني د کورنیو چارو وزیر ویلي، ټاکل شوې د دغه هېواد یو پلاوی له اسلامي امارت سره پر جرمونو د ککړو افغان کډوالو ایستلو په تړاو د مستقیمو خبرو لپاره کابل ته سفر وکړي.

د دویچه‌ویله د راپور له مخې، د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر ډوبرېنټ ویلي چې له دغه هېواده کابل ته د استازو پر استولو کار روان دی، هلته به په حضوي ډول خبرې اترې وکړي.

په راپور کې د ډوبرېنټ له قوله لیکل شوي: «لکه څرنګه چې پر قانوني ایستلو او پر جرمونو د محکومو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ باید په منظم او پراخ ډول ترسره شي، ټاکل شوې له دغه هېواده ځیني استازي کابل ته ولاړ شي او په مستقیم ډول له طالبانو سره وغږېږي.»

د راپور پر بنسټ، په دغه بهیر کې د قطر استازي د منځګړي رول لوبوي او د دغو مذاکراتو موخه له جرمني افغانستان ته د مجرمو افغانانو د ایستلو لړۍ اسانه کول ښودل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان لمریز کال په چنګاښ میاشت کې جرمني ۸۱ افغان کډوال له خپل هېواده کابل لېږلي دي.

د روان کال د زمري په ۸مه هم د جرمني د کورنیو چارو وزیر ویلي وو چې د دغه هېواد حکومت هڅه کوي څو نور هغه کسان چې په جرمني کې د اوسېدو اجازه نه لري، هم بېرته افغانستان او سوریې ته واستوي.

هغه زیاته کړې وه: «موږ به د پولو کنټرول ته دوام ورکړو او نه یوازې کنټرول، بلکې له پولو بېرته ګرځونه به د سپټمبر له میاشتې وروسته هم دوام ولري.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.