Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ملي دفاع وزارت: د کندهار – سپین‌بولدک پر لار دوه کسان له وسلو او مهماتو سره نیول شوي

کابل (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۴): ملي دفاع وزارت د کندهار - سپین‌بولدک پر لاره په یوه موټر کې د «ګڼ شمېر» وسلو او مهماتو د کشف او ترلاسه کولو خبر ورکوي او وايي چې په تړاو یې دوه کسان هم نیول شوي دي.

د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې د جزئیاتو له ورکولو پرته راغلي: «په نیول شوو اسلحو او مهماتو کې اېم‌۴، کلاشینکوفونه، نارنجک، تومانچه، ۲۸۶۸ فیره مختلفې مرمۍ، پنځه قابه د سپوږمۍ دوربینونه، اووه قابه د اېم۴ دوربینونه، یو مین‌پال، ۳۴ مختلف ډوله شاجورونه او ۷۳۱ د اسلحې مختلفې پرزې شاملې دي.»

د خبرپاڼې له مخې، دغه وسلې او مهمات د یاد وزارت اړوند د ۲۰۵ البدر قول‌اردو اړوند د کشف او ضد استخباراتو مدیریت د کشفي راپور له مخې نیول شوي دي.

سرچينه زیاتوي، د دغو وسلو او مهماتو په تړاو دوه کسان نیول شوي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.