Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې یو خصوصي کلینیک د سرغړونو له امله وتړل شو

کابل (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۴): د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست وایي، ‎یو خصوصي کلینیک یې له دې امله تړلی چې یوه ناروغ ته یې د بل ناروغ د معایناتو پاڼې ورکړې وې او له ناروغ یې د معایناتو او درملو څو برابره ډېرې پیسې اخیستې دي.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د خوړو، درملو او صحي خدماتو د څارني او پلټنې عمومي مسوول ډاکټر صبغت‌الله صافي پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه شاوخوا نهه بجې دوی ته شکایت وشو چې د جلال‌اباد ښار په الفت مېنه کې د رسولي په نوم یوه خصوصي کلینیک کې له یوه ناروغه د معاینې او درملو ډېرې پیسې اخیستل شوې دي.

دی وایي چې له دغه شکایت وروسته د یاد ریاست د څارنې ټیم دغه کلینیک ته ورغی او په اړه یې پلټنې وکړې.

هغه زیاتوي: «کله چې موږ معلومات وکړل، دغه ناروغ ته معاینات د بل مریض پرېنټ شوي او نوم د ده پرې لیکل شوی، د ۵۰۰ افغانیو معاینات وو او له هغې ورڅخه ۱۹۰۰ افغانۍ اخیستل شوې وې، دوا مو چې وکتله د شاوخوا ۶۰۰ افغانیو دوا وه او له هغې ورڅخه شاوخوا اته زره افغانۍ اخیستل شوې وې، په ټوله کې له دغه ناروغ څخه ۹۹۹۰ افغانۍ اخیستل شوې وې.»

صافی وایي چې د دغو سرغړونو له امله یې یاد کلینیک تړلی او پیسې یې هم بېرته د ناروغ پایواز ته سپارلې دي.

ده وویل چې په دې اړه به وروسته د عامې روغتیا ریاست خپل قانوني چلند ترسره کړي.

دغه درمل او معاینات د رفیع‌الله په نوم د یوه کس مور ته چې یاد کلینیک ته د درملنې لپاره ورغلې وه، ورکړل شوي دي.

رفیع‌الله هم وایي چې د بل ناروغ د معایناتو پایله یې د ده مور ته ورکړې وه او هغه دوا چې په دغه کلینیک کې د ۸۰۰۰ افغانۍ په بدل کې ورکړل شوې وه، په بل درملتون کې یې بیه ورته ۳۵۰ افغانۍ ښودلې ده.

هڅه مو وکړه چې د یاد کلینیک له مسوولینو سره په دې اړه خبرې وکړو، خو اړیکه ورسره ټینګه نه شوه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.