د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست وایي، یو خصوصي کلینیک یې له دې امله تړلی چې یوه ناروغ ته یې د بل ناروغ د معایناتو پاڼې ورکړې وې او له ناروغ یې د معایناتو او درملو څو برابره ډېرې پیسې اخیستې دي.