Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوست‌ کې د ۲۱ میلیون افغانیو په لګښت د یوې رغنیزې پروژې چارې پیل شوې

خوست (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۴): د خوست ښاروال وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د ۲۱ میلیون افغانیو په لګښت د نږدې یونیم کیلومتر سړکونو جوړولو چارې پیل شوې.

د خوست ښاروال مفتي شهزاد نور راشد وايي چې دا رغنيزه پروژه د ښاروالۍ له لوري د ښار په اوله، دويمه او درېیمه ناحیو کې پلي کېږي.

هغه زیاته کړه، په دې پروژه کې چې شاوخوا ۲۱ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي، ۱۳۴۰ متره سړکونه، ۱۴۰۰ متره لښتي او درې پلچکونه شامل دي چې چارې به يې د راتلونکو شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

راشد دغه راز په ښار کې د نورو روانو پروژو د چارو د ژر سرته رسېدو ډاډ هم ورکړ.

هغه وویل: «ان‌شاالله کارونه په مخ روان دي، پخوا لږې ستونزې وې خو هغه اوس حل شوې، نو ان‌شاءالله نورې پروژې هم شته موږ اعلان ته ورکړې دي او دا ځینې پروژې خو ښې روانې دي.»

بلخوا، یو شمېر ښاریان په ښار کې د روانو پروژو پلې کېدو ته خوشاله دي، خو وايي، چارې یې ژر نه ترسره کېږي او له اړوند مسوولینو غواړي چې د کارونو چټکۍ ته یې پام وکړي.

د خوست اوسېدونکی نورالرحمن وايي، په ښار کې د بیارغونې کارونه د ستایلو دي خو په خبره یې، د پروژو چارې په ځنډ ترسره کېږي چې خلکو ته یې ستونزې جوړې کړې دي.

هغه وايي: «خوست ښار کې د سړکونو د پاکوالو لپاره باید ټول هغه سړکونه چې خوست ښار ته راداخلېږي، حداقل تر یو کیلومتر پورې پاخه شي؛ ځکه له خامو سړکونو موټر په خپلو ټایرونو پسې خړې او خاورې راوړي چې د ښار د سړکونو د خرابوالي او چټلۍ سبب کېږي.»

د ښار بل اوسېدونکي عیدالرحمن هم پژواک ته وويل چې د یادې پروژې په عملې کېدو سره به د باران اوبه د خلکو لپاره ستونزه نه جوړوي او ترڅنګ به یې د دوړو مخه هم نیول شوې وي.

دا په داسې حال کې ده چې په خوست ښار کې دننه او ښار ته څېرمه سیمو کې یو شمېر نور سړکونه او لښتي اساسي جوړولو ته اړتیا لري او خلک یې هم له حکومته د جوړېدو غوښتنه کوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.