Language

هندي شرکت: د افغانستان کرنیز محصولات د هند بازارونو ته رسوو

کابل (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۴): د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې یوه هندي شرکت د افغانستان د کرنیزو محصولاتو پېرلو او د هند بازارونو ته د هغو د رسولو کولو ژمنه کړې ده.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ د یاد وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د خپل کار په دفتر کې د هندي شرکت (ارسي انټرنېشنل) له رییس ګوروونډر سنه مالهوترا سره وکتل.

سرچينه زیاتوي، په دې لیدنه کې د افغانستان د صادراتي محصولاتو په اړه خبرې وشوې چې په‌کې تازه او وچې مېوې، زعفران او طبي بوټي شامل دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، عثماني ویلي چې د افغانستان محصولات عضوي، باکیفیته او د هند بازار د اړتیاوو پوره کولو وړتیا لري.

سرچينه لیکي، د هندي شرکت مشر هم ژمنه کړې چې دوی د افغانستان د محصولاتو پېرلو او د هند بازارونو ته د هغو د عرضه کولو لپاره چمتو دي.