Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ملي دفاع وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد قطر ته سفر کړی

کابل (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۴): د اسلامي امارت ویاند وایي چې د هېواد د ملي دفاع وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد په رسمي سفر قطر ته تللی او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت کې د دولت له وزیر سره یې کتلي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د ا.ا د دفاع وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد قطر ته په رسمي سفر تللی دی.

هغه زیاته کړې چې مجاهد په خپل دغه سفر کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت کې د دولت له وزیر الدکتور محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره کتلي دي.

د اسلامي امارت ویاند لیکلي چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په اړه بحث او خبرې شوې او له قطره پر ملاتړ تاکید شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د قطر په بهرنیو چارو وزارت کې د دولت له وزیر سره په ټیلېفوني خبرو کې پر دغه هېواد د اسرائیلو برید غندلی و او ویلي وو چې افغان ولس او حکومت د قطر ترڅنګ ولاړ دي او اسلامي هېوادونه باید د اسرائیلو پر وړاندې یو متحد، جدي او معنالرونکی دریځ خپل کړي.

اسرائیل د تېرې سه‌شنبې ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د حماس غورځنګ پر مرکچي پلاوي هوايي برید وکړ، د قطر دولت دغه برید «د خپل حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض» بللی او پر کلکو ټکو یې غندلی دی. یو شمېر نورو هېوادونو او امنیت شورا هم دغه برید غندلی او هغه یې د سیمې د ثبات لپاره جدي ګواښ او له نړۍوالو قوانین سره په ټکر کې بللی دی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.