Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مسوولین: کندهار کې یو غل له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شو

کندهار (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۴): مسوولین وایي چې د کندهار ښار په دوولسمه امنیتي حوزه کې د امنیتي ځواکونو او غلو ترمنځ په نښته کې یو غل وژل شوی او بل په تېښته بریالی شوی دی.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید پژواک خبري اژانس ته وویل، د ښار په دوولسمه امنیتي حوزه کې د امنیتي ځواکونو او غلو ترمنځ نښته شوې ده.

هغه زیاته کړه، پېښه په نازک کوټې سیمه کې پرون هغه مهال شوې چې د امنیتي ځواکونو ګزمه له دوو غلو سره مخه شوه.

د ده په خبره، غلو غوښتل له سیمې تښته وکړي، د ځان د خلاصون په موخه یې پر امنیتي ځواکونو ډزې وکړې، خو د هغوی یو په ډزو ولګېد او ووژل شو.

د جمشید په وینا، له وژل شوي غله سره یو میل تومانچه هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې، خو بل ملګری یې په تېښته بریالی شوی دی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.