Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پنجشېر څه باندې درې زره قیراطه زمرد وپلورل شول

کابل (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۴): د پنجشېر ولایت مطبوعاتي دفتر وايي چې د دغه ولایت درې زره او ۷۰۳ قیراطه زمرد د یوې داوطلبۍ له لارې د ۲۸ زره او ۵۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت وپلورل شول.

د پنجشېر ولایت مطبوعاتي دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې دغه داوطلبي د ولایت مقام په تالار کې د نظارت کمېټې د پلاوي په شتون کې ترسره شوه او دغه اندازه زمرد د کورنیو سوداګرو له لوري وپېرل شول.

ورته مهال، د پنجشېر والي حافظ محمداغا حکیم د کانونو پر فني او معیاري کيندنې د ټینګار ترڅنګ ویلي چې اصلي هڅه د کانونو تثبیت او ځوان قشر لپاره د کاري فرصتونو برابرېدل دي.

د پنجشېر ولایت مطبوعاتي دفتر زیاته کړې چې په وروستیو کې په دغه ولایت کې د کانونو کیندلو برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي او ورځ تر بلې په دغه ولایت کې د کانونو کیندلو سیمې پراخې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د پنجشېر په ۱۹ ساحو کې ۱۰ معتبر معدني مواد چې په‌کې اکوامارین، شورل، بیروج، سرپتین، نفرایټ، اسکوپولایت، سوین، سرب، اوسپنه او یاقوت شامل دي، تثبیت شوي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.