کابل (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۴): د پنجشېر ولایت مطبوعاتي دفتر وايي چې د دغه ولایت درې زره او ۷۰۳ قیراطه زمرد د یوې داوطلبۍ له لارې د ۲۸ زره او ۵۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت وپلورل شول.
د پنجشېر ولایت مطبوعاتي دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې دغه داوطلبي د ولایت مقام په تالار کې د نظارت کمېټې د پلاوي په شتون کې ترسره شوه او دغه اندازه زمرد د کورنیو سوداګرو له لوري وپېرل شول.
ورته مهال، د پنجشېر والي حافظ محمداغا حکیم د کانونو پر فني او معیاري کيندنې د ټینګار ترڅنګ ویلي چې اصلي هڅه د کانونو تثبیت او ځوان قشر لپاره د کاري فرصتونو برابرېدل دي.
د پنجشېر ولایت مطبوعاتي دفتر زیاته کړې چې په وروستیو کې په دغه ولایت کې د کانونو کیندلو برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي او ورځ تر بلې په دغه ولایت کې د کانونو کیندلو سیمې پراخې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تازه د پنجشېر په ۱۹ ساحو کې ۱۰ معتبر معدني مواد چې پهکې اکوامارین، شورل، بیروج، سرپتین، نفرایټ، اسکوپولایت، سوین، سرب، اوسپنه او یاقوت شامل دي، تثبیت شوي دي.