Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غور کې د یوه کس په شخصي لګښت د کلینیک جوړېدل؛ د خلکو لپاره د روغتیايي خدماتو برخه کې غوره ګام

فېروزکوه (پژواک،‌ ۲۶ وږی ۱۴۰۴): د غور د تیورې ولسوالۍ د «یخن سفلی» کلي یوه اوسېدونکي په دې سیمه کې د څه باندې یونیم میلیون افغانیو په شخصي لګښت یوه روغتیايي مرکز ته ودانۍ جوړه کړې ده؛ دغه اقدام داسې مهال شوی چې د سیمې اوسېدونکي د روغتیايي خدماتو له کمښت سره مخ دي او اوس د دغه مرکز د تجهیر او فعالېدو غوښتنه کوي.

د خپرو شوو معلوماتو له مخې، تیوره ولسوالۍ د فېروزکوه ښار سوېل‌لوېدیځ ته په ۲۲۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري چې یو روغتون او څو روغتیايي مرکزونه په‌کې فعالیت کوي، خو روغتیايي خدمات په‌کې کمزوري دي او ډېری اوسېدونکي یې د درملنې لپاره نورو ښارونو ته ځي.

«یخن سفلی» د دې ولسوالۍ یو له هغو کلیو دی چې سلګونه کورنۍ په‌کې اوسېږي. ځیني خلک یې وايي چې په دې او نږدې کلیو کې مخکې روغتیايي مرکز نه و او د درملنې لپاره به د ولسوالۍ مرکز ته تلل.

د دغه کلي د یوه اوسېدونکي له خوا یو بشرپال اقدام

د «یخن سفلی» کلي اوسېدونکي قاري محمدجاوېد پژواک خبري اژانس ته وویل: «د روغتیايي مرکز دغه ودانۍ مې له دې امله چې زموږ کلیوال او د نورو نږدې کلیو خلک روغتیايي خدماتو په لاسرسي کې له ستونزو سره مخ وو، جوړه کړې ده چې وقعاً خلک، په ځانګړې توکه ميندواره ښځې، ماشومان او د پاخه عمر کسان له ډېرو ستونزو سره مخ دي، د درملنې لپاره باید د ولسوالۍ مرکز ته ولاړ شي.»

د هغه په خبره، دا چې د دغه روغتیايي مرکز ودانۍ بشپړه او استفادې ته چمتو ده، خو د روغتیايي پرسونل، تجهیراتو او د اړتیا وړ نورو توکو نه درلودو له امله غیرفعاله ده.

قاري محمدجاوېد له اسلامي امارت او د روغتیا برخې له اړوندو موسسو غواړي څو د روغتیايي کارکوونکو، تجهیراتو او د دغه مرکز پراختیايي برخه کې همکاري وکړي.

هغه څرګنده کړه: «ما تر خپل توانه هڅه وکړه، خو د دولت او نړۍوالو بنسټونو له همکارۍ پرته به د دغه مرکز د فعالیت دوام ستونزمن وي. موږ درملو، د معاینې وسایلو او مسلکي کارکوونکو ته اړتیا لرو.»

هغه چې هیله‌مندي یې وښوده ژر تر ژره دغه روغتیايي مرکز ته کارکوونکي وګومارل شي او پر اړتیا وړ توکو سمبال شي وویل، که د مسوولو بنسټونو له لوري له دغه مرکزه ملاتړ وشي، د تیورې ولسوالۍ په لرو پرتو سیمو کې سلګونو کورنیو لپاره پر یوه اغېزناک او ژغورونکي مرکز بدلېدای شي.

د کلي اوسېدونکي هیله‌من دي چې ژر تر ژره ودانۍ د استفادې وړ وګرځي

د یاد کلي یو اوسېدونکی عبدالرحیم نوري چې روغتیايي مرکز ته یې د ودانۍ د جوړېدو ستاینه وکړه هیله‌مندي وښوده چې ژر تر ژره دې دغه ودانۍ فعاله شي.

هغه زیاته کړه: «که یو ماشوم مو ناروغېده یا میندواره مېرمنې ته د زېږون درد پیدا کېده او ځايي قابلو یې ستونزه نشوای حل کولای، اړ وو ساعتونه لار په موټرسایکل یا موټر ووهو او یا هم په پښو مزل وکړو څو د ولسوالۍ مرکز ته ورسېږو، اوس چې دغه روغتیايي مرکز د یوه خیرخواه کس له لوري جوړ شوی، موږ ډېر خوښ یو.»

هغه د غور د عامې روغتیا له ریاست او همکارو موسسو غواړي چې د یاد مرکز د تجهیز او پرسونل ګومارلو برخه کې اقدام وشي څو نور سرګردان نه شي.

ورته مهال، یو بل ځايي کس خیرمحمد هم د یاد مرکز د جوړېدو هرکلی کوي او وايي: «موږ دغه کلینیک ته ډېره اړتیا درلوده. کله چې څوک ناروغېږي، حیران پاتې کېږو چې څه ډول یې تر ولسوالۍ او ښاره ورسوو. اوس چې دغه کلینیک جوړ شوی، ډېر خوښ یو، خدای دې قاري صاحب ته خیر ورکړي چې دغه کار یې کړی.»

هغه هم له اسلامي امارت او د روغتیا برخه کې له ملي او نړۍوالو موسسو غواړي چې دغه روغتیايي مرکز په پرمختللو طبي امکاناتو سمبال کړي څو نور د ولسوالۍ په مرکز او یا ښار کې درملنې ته اړتیا نه‌ وي.

د غور د تیورې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی نورالدین وايي: «ډېر خوښ یو چې په کلي کې مو دغه کلینیک جوړ شوی، خو تر هغه وخته چې درمل او پرمختللي وسایل او پرسونل ونه‌لري، بیا هم اړ یو چې ناروغان مو تر ښار یا د ولسوالۍ تر مرکزه یوسو، له دولت او موسسو څخه مو غوښتنه دا ده چې مرسته وکړي، مسکلي ډاکټران وګوماري او ښه وسایل راوړي څو همدلته ټولو ناروغانو ته رسېدنه وشي.»

روغتیايي کارپوه: د یادې ودانۍ جوړول د خلکو د روغتیايي وضعیت ښه کولو برخه کې اړین ګام دی

د غور یو ډاکټر فضل‌الحق فرجاد وایي، په یوه لرې پروت کلي کې چې له مخکې په‌کې هيڅ روغتیايي مرکز نه و، د دې ودانۍ جوړېدل د خلکو روغتیايي وضعیت ښه کېدو لپاره یو اړین ګام دی.

هغه په ټینګار سره وایي: «په لرو پرتو سیمو، په ځانګړي ډول په هغو ولسوالیو کې چې د روغتیايي خدماتو لاسرسی په‌کې ډېر محدود وي، د روغتیايي مرکزونو شتون حیاتي او اړین دی.»

هغه زیاته کړه، یوازې د ودانۍ جوړول د روغتیايي خدمتونو لپاره بسنه نه کوي، بلکې اړینه ده چې روغتیايي مرکزونه په طبي وسایلو، درملو، مسلکي ډاکټرانو او روزل شوو نرسانو سمبال وي.

د ډاکټر فرجاد په باور، اړینه ده چې په دې برخه کې همکارې موسسې د غور د عامې روغتیا له ریاست سره همکاري وکړي.

د غور د عامې روغتیا رییس: هڅې روانې دي څو دې ودانۍ ته غوره امکانات برابر شي

د غور د عامې روغتیا ريیس شیخ عبدالواحد حماس وایي چې د عامې روغتیا له وزارت سره په همغږۍ به هڅه وکړي څو دغه روغتیايي مرکز په روغتیايي امکاناتو سمبال او د رسمي روغتیايي شبکې برخه یې وګرځوي.

نوموړي زیاته کړه: «په لرو پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو جوړول زموږ له کاري لومړیتوبونو څخه دي، نن د قاري صاحب محمدجاوید د یوه نېک اقدام شاهدان یو چې د BHC روغتیايي مرکز ودانۍ یې ګټې اخیستنې ته وسپارله او ان‌‌شاءالله موږ په دې هڅه کې یو چې د دغه مرکز د ارتقا لپاره منظم پروګرام جوړ کړو.»

د غور د عامې روغتیا رییس دغه‌راز وایي، په دغه روغتیايي مرکز کې به ناروغانو، په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو ته لومړني روغتیايي خدمتونه وړاندې کېږي.

نوموړي د جزییاتو له ورکولو پرته وویل چې لا هم د دغه ولایت په لرو پرتو سیمو کې یو شمېر روغتیايي مرکزونه ودانۍ نه لري او په کرایې کورونو کې خلکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

نوموړي د قاري محمدجاوید دغه اقدام د دې ولایت د نورو اوسېدونکو او نېکو اشخاصو لپاره یوه بېلګه وبلله او له خلکو یې وغوښتل چې د روغتیايي خدمتونو د ښه‌والي لپاره له روغتیايي مسوولینو سره همکاري وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.