فېروزکوه (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۴): غور کې سیمهییزې سرچینې په دغه ولایت کې د پاکو اوبو رسولو پنځو شبکو د چارو له پیلېدو خبر ورکوي او وايي چې په بشپړېدو سره به یې ۱۶۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.
د غور د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د رسنیو د دفتر مسوول ذبیحالله غوثيزاده پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغه ولایت کې د ماشومانو لپاره ملګرو ملتونو د وجهي صندوق (یونیسف) له لوري د ۴۱ میلیون ۴۶۰ زره او ۶۵۲ افغانیو په لګښت د پاکو اوبو رسولو د پنځو شبکو جوړولو چارې پیل شوې.
د هغه په خبره، د اوبو رسولو دغه پروژې د چهارسدې ولسوالۍ په «سنګزرده» او «توهتنګ و منګ» د دولینه ولسوالۍ په «دهن غالملا» کلیو او د مرکز فېروزوه ښار «پایین تګاب»، «غلمین» او «بادګاه» سیمو کې تطبیقیږي.
هغه زیاته کړه چې د دغو پروژو په بشپړېدو سره به ۱۶۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي او د جوړولو پر مهال به یې لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
د غور ولایت ځینې اوسېدونکي د یادو شبکو له جوړېدو هرکلی کوي.
د فېروزکوه ښار د بادګاه سیمې اوسېدونکي نوراحمد وویل: «کلونه کېږي چې موږ پاکې اوبه نه لرلې، د اوبو راوړلو لپاره ډېر په زحمت کېدو، اوس چې د اوبو شبکه جوړیږي، ډېر خوشحاله یو او له دولتي مسوولینو او یونیسف موسسې مننه کوو.»
د غور د چهارسدې ولسوالۍ د «سنګزرد» کلي اوسېدونکي حسینعلي وویل: «موږ مخکې مجبور وو چې د اوبو بوشکې راسره واخلو او په کیلومترونو لا ووهو څو اوبه راوړو، اوس چې د اوبو رسولو پروژه پیل شوې، هیلهمند یم چې له دې ستونزې خلاص شو او نور موږ او ماشومان مو د اوبو راوړلو لپاره لرې ځایونو ته ولاړ نه شو.»
د چهارسې ولسوالۍ بل اوسېدونکي ریاضالدین وویل چې اوبو رسولو د دغو شبکو د کار په پیلېدو سره، ده او یو شمېر نورو ځوانانو ته د کار زمینې پر برابرېدو سربېره، خلک هم د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP