Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امریکا کې یوه کس درې پولیس په ډزو وژلي او دوه یې ټپیان کړي

کابل (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د امریکا په پنسلوانیا ایالت کې یو وسله‌وال کس درې پولیس په ډزو وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

رویټرز په یوه راپور کې ویلي چې پرون د چهارشنبې په ورځ د امریکا په پنسلوانیا ایالت کې یوه وسله‌وال کس د پولیسو درې افسران په ډزو وژلي او دوه نور یې سخت ټپیان کړي دي.

سرچینې لیکلي، دغه پېښه د پنسلوانیا ایالت سویل ختیځ د یارک ښار کې شوې چې وسله‌وال کس هم د پولیسو له لوري وژل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې غبرګولي میاشتې په ۲۵مه هم د امریکا په مینیسوټا ایالت کې د پولیسو په یونیفورم کې یوه کس د ایالتي شورا یوه ډیموکراته غړې او د هغې خاوند په ډزو وژلي وو.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.