Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اوتنبایوا: نړۍوالې ټولنې له ۲۰۲۱ کال راهیسې له افغانستان سره نږدې ۱۳ ملیارد ډالره مرسته کړې

کابل (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۴): په افغانستان کې د یوناما مشرې پرون د امنیت شورا په غونډه کې ویلي چې نړۍوالې ټولنې له ۲۰۲۱ کال راهیسې له افغانستان سره نږدې ۱۳ میلیارد ډالره مرسته کړې او د ځینو راپورونو خلاف، د دې مرستې ډېره برخه د ا.ا د چارواکو له مداخلې پرته وېشل شوې ده.

دغه څرګندونې پرون د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا د امنیت شورا په ناسته کې کړې دي.

هغې ویلي: «په تېرو درېیو کلونو کې، ما د دې شورا له خوا د راسپارل شوي صلاحیت او له نړۍوالې ټولنې سره د اړیکو او د خلکو د ژوند ښه کولو ته د یو شمېر اوسنیو افغان چارواکو د لېوالتیا پر بنسټ، له هغوی سره د تعامل لپاره هڅه کړې ده.»

هغې دغه‌راز زیاته کړې، داسې نښې هم شته چې د تعامل له لارې کولای شو په ځینو مواردو کې د افغانانو په ګټه پرمختګونه وکړو.

د هغې په خبره، نړۍوالې ټولنې له ۲۰۲۱ کال راهیسې نږدې ۱۳ ملیارد ډالر نړۍوالې مرستې برابر کړې دي چې له ډلې یې ۷.۹ ملیارد ډالر د بشري مرستو او ۴.۹ ملیارد نور یې د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره وو.

هغې زیاته کړه چې د ځینو راپورونو خلاف، ډېری دغه مرستې د اسلامي امارت د چارواکو له مداخلې پرته وېشل شوې دي.

اوتنبایوا دغه‌راز ویلي: «د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې وروسته په افغانستان کې وسله‌والې شخړې د پام وړ کمې شوې چې د افغانستان په ډیری برخو کې نسبتاً د باثباته امنیتي چاپیریال رامنځته کېدو لامل شوې دي.»

هغې ویلي: «د ۲۰۲۳ کال له پسرلي راهیسې د کوکنارو پر کښت بندیز تر ډېره بریده پر خپل ځای پاتې دی. دا موضوع د سیمې او نړۍ لپاره ګټوره ده او باید په اوږد مهال کې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.»

هغې دغه‌راز د افغان کډوالو له کوربه هېوادونو غوښتي څو له خطر سره د مخ کسانو له جبري ایستلو ډډه وکړي او د هغوی د وتلو لپاره امن لارې برابرې کړي.

هغې همدارنګه ویلي چې له درې نیمو کلونو راهیسې له شپږ ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو تړلې پاتې کېدو له امله یو نسل د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دی، چې دا به هېواد ته اوږدمهاله ستر زیانونه واړوي او دا چاره په افغان ټولنه کې د اندېښنې او ژورې ناهيلۍ سبب شوې ده.

د هغه په وینا، د ملګرو ملتونو د ښځو برخې یوې وروستۍ سروې ښودلې چې ډېری افغانان د نجونو پر زده‌کړو له بندیز سره مخالف دي.

اوتنبایوا ویلي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د هغې ماموریت پای ته رسېدلی، خو ډاډه ده چې ډېری افغانان غواړي د نړۍوالې ټولنې او هېواد ترمنځ یې تعامل دوام ومومي.

د هغې په خبره، که څه هم ستونزې شته خو هیله لري چې د دغه تعامل د دوام، په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو لپاره د مثبتو پایلو د ترلاسه کولو لپاره یوه لاره وموندل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.