کابل (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۴): میدانوردګو کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت د چک ولسوالۍ – ټوپ دښتې د ۲۴ کیلومتره نښلوونکي سړک د بیارغونې چارې د لس میلیون افغانیو په ارزښت پیل شوې.
د میدانوردګو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، د دغه ولایت د سیداباد ولسوالۍ د ټوپ دښتې او چک ولسوالۍ ترمنځ د ۲۴ کیلومتره سړک د ترمیم چارې د ټولګټو چارو وزارت له پراختیايي بودجې د یوه خصوصي شرکت له لوري پيل شوې دي.
سرچينې لیکلي، د میدانوردګو والي ملاخیرالله خیرخواه ویلي هڅه به وکړي چې له شته امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې د ولایت په کچه د ولسونو لپاره د بیارغونې پروژې پلې کړي.
هغه د قراردادي شرکت له مسؤولینو غوښتي چې د تړون اړوند ټولې چارې په پوره ایماندارۍ او کیفیت سره ترسره کړي.
د میدانوردګو د ټولګتو رییس مولوي عبدالستار محب ویلي چې په دغه پروژه کې د ۱۶ پلچکونو رغونه، د شپږو واشونو، استنادي دېوالونو ترمیم او د سړک موجوده اسفالټو داغنیونه شامل دي.
هغه زیاته کړې چې د یاد سړک د بيارغونې چارې به په شپږو میاشتو کې بشپړې شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP