Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مکرون: تمه لرم د ایران پر وړاندې د ملګرو ملتونو بندیزونه د روانې میاشتې تر پایه بېرته عملي شي

کابل (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۴): د فرانسې ولسمشر وايي چې ایران له اروپايي هېوادونو سره په خپلو مذاکراتو کې «جدي نه و» او له همدې امله تمه لري چې پر دغه هېواد د ملګرو ملتونو ځنډول شوي بندیزونه د روانې میلادي میاشتې تر پایه بېرته عملي شي.

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون دا څرګندونې د اسراییل له ۱۲ چینل سره په یوه مرکه کې کړې دي.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د ایران پر وړاندې به د «ماشې مېکانیزم» فعال شي او کنه؟ ویلي: «فکر کوم چې همداسې به وشي، ځکه وروستي څیزونه چې موږ د ایران له لوري اورېدلي، جدي نه دي.»

د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوره‌یی رییس هم ویلي چې شورا نن د ایران پر وړاندې د دغه سازمان د بندیزونو د بیا لګولو په اړه رای‌اچونه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې برېتانیا، فرانسې او المان د ایران پر وړاندې د نړۍوالو بندیزونو د بېرته لګولو لپاره د ماشې مېکانیزم د فعالولو لړۍ پیل کړې وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.