خوستښار (پژواک، ۳۰ وږی ۱۴۰۴): د خوست سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په تڼيو ولسوالۍ کې د ۲۰۰ زره امریکایي ډالرو په پانګونې د کرومایټ ډبرو د پروسس یوه فابريکه جوړه شوه.
د خوست د کانونو او پتروليم رييس مولوي صادق جان حمزه د يادې فابريکې د پرانېستې پر مهال وويل، دغه فابريکه په ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۰ ټنه د کرومايټ ډبرې پروسس کوي چې ورسره سلګونه کسانو ته د کار زمينه هم برابره شوې ده.
هغوی وايي، دغه فابريکه د تڼیو ولسوالۍ د سپېرکۍ په سيمه کې د يوه خصوصي استخراجي شرکت له خوا د ۲۰۰ زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې ده.
نوموړي وويل، چې په دې سره به نور پانګهوال هم وهڅول شي څو په هېواد کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
هغه زياته کړه: «له دې علاوه درې نور قراردادونه لرو؛ دوه په ګربزو ولسوالۍ او يو په ځاځي ميدان ولسوالۍ کې. انشاءالله د وزارت سره په هماهنګۍ کې يو او وزارت په پلان کې لري چې د سروې لپاره يو مجهز ټيم راوليږي څو دلته سروې وشي او شته معدن په قرارداد ورکړل شي.»
په همدې حال کې د استخراجي شرکت مشر محمدحليم فرمولي پژواک ته وويل چې د بل هر وخت په پرتله اوس په هېواد کې د پانګونې لپاره ښه زمينه برابره ده او پانګهوال بايد له دې فرصته ګټه واخلي.
هغه له نورو پانګهوالو هم وغوښتل څو په هېواد کې د کانونو برخه کې پانګونه وکړي.
بلخوا د خوست د تڼيو ولسوالۍ اوسېدونکي د يادې فابريکې پر جوړېدو خوښ دي او وايي، له دې سره به د سيمې ډېرو بېروزګاره کسانو ته د کار زمينه برابره شي خو په ورته وخت کې له حکومت څخه د رغنيزو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کوي.
د تڼيو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي رفيعالله پژواک ته وويل: «دا خو ډېر ښه خبر دی، خلک به ورسره په کار مصروف شي. ډېر خلک بېروزګاره دي، نو له دولت مو غوښتنه دا ده چې نور کانونه هم بايد استخراج شي.»
د چارواکو د معلوماتو له مخې، د خوست په پنځو ولسواليو کې د کرومایټ ډبرو کانونه موجود دي چې د استخراج چارې يې عملاً روانې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP