غزنيښار (پژواک، ۳۰ وږی ۱۴۰۴): د غزني سیمهییز مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د ۲۴ میلیون افغانیو په لګښت د فرعي سړکونو کانکرېټولو د درېیو پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د غزني ښاروال مولوي سردارولي ثابت نن په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې دغه پروژې د غزني ښار لومړۍ، درېیمې او پنځمې ناحیو کې پلې شوې دي.
هغه زیاته کړه، یاد سړکونه کانکرېټ شوي او د هر سړک اوږدوالی ۶۰۰ متره او سور یې ۶ متره دی، چې ټولټال ۱۸۰۰ سوه متره سړکونه کېږي چې ترڅنګ یې د اوبو تېرېدو ویالې هم ورسره جوړې شوې دي.
د نوموړي په خبره، پر یادو پروژې ۲۴ میلیون افغانۍ لګښت راغلی او پیسې د نړۍوال بانک له لوري ورکړل شوې دي.
د غزني ښار یوه اوسېدونکي حاجي اصغر د خوښۍ په څرګندولو سره پژواک ته وویل، دغه سړکونه د غزني ښار له مهمو سړکونو وو چې د ورځي په اوږدو کې پرې زرګونه کسان تګ راتګ کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP