Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

دایکنډي کې د خلکو په شخصي لګښت دوه کانکرېټي پلونه جوړېږي

نیلي (پژواک، ۳۰ وږی ۱۴۰۴): د دایکنډي په میرامور ولسوالۍ کې د خلکو په څه باندې دوه میلیون افغانۍ شخصي لګښت دوه کانکرېټي پلونه جوړېږي.

د دې پروژې همغږي‌کوونکي اکبر وهاج وویل چې دغه پلونه د خلکو له لوري د دوه میلیون او ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت د میرامور ولسوالۍ د بېلابېلو سیمو د غځېدلې لارې په اوږدو کې د دې ولسوالۍ په «غُجور اب» سیمه کې جوړېږي.

هغه زیاته کړه چې دغه پلونه د ځايي خلکو له مهمو او حیاتي اړتیاوو بلل کېږي چې په بشپړېدو سره به یې د میرامور ولسوالۍ د بېلابېلو سیمو د اوسېدونکو په تګ‌راتګ کې اسانتیاوې رامنځته شي.

هغه زیاته کړه چې دغه پلونه دایکنډي ولایت په لنډه لار له غزني او یامیان ولایتونو سره نښلوي.

د میرامور ولسوالۍ اوسېدونکي غلام‌رسول وویل چې د دغو پلونو په بشپړېدو سره به تر ډېره د زده‌کوونکو او مسافرینو د تګ‌راتګ او د ناروغانو د لېږدولو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي.

هغه زیاته کړه چې دغه لاره د اوبو د کچې لوړېدو په پر مهال په دوو ساحو د هر ډول تګ‌راتګ پر مخ تړی وي.

هغه زیاته کړه چې دغه پروژه د خلکو په مالي نوښت پیل شوې ده.

د میرامو ولسوالۍ اوسېدونکي د یادو پروژو په بشپړولو کې د حکومت او خیرینو د همکارۍ غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده په دې وروستیو کې د دایکنډي خلکو په خپل شخصي لګښت نورې پروژې هم تطبیق کړې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.