فیروزکوه (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۴): غور کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په الفاروق ولسوالۍ کې له ۸۰۰ اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
د غور د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د رسنیو د دفتر مسوول ذبیحالله غوثيزاده پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن (دوشنبه) د دغه ولایت په الفاروق ولسوالۍ کې له دې ادارې سره په همغږي د «اسلامي رفاه» موسسې له لوري ۸۰۰ اړمنو کورنیو ته نغدي مرسته ووېشل شوه.
د هغه په خبره، هرې کورنۍ ته چې مخکې سروې شوې، ۱۱ – ۱۱ زره افغانۍ وېشل شوې دي.
ځیني مرسته ترلاسهکوونکي د دې مرستې هرکلی کوي او وايي چې په دغو پیسو به یې د ژوند یو څه اړتیاوې پوره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP