Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غور کې له سلګونو بېوزلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

فیروزکوه (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۴): غور کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په الفاروق ولسوالۍ کې له ۸۰۰ اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.

د غور د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د رسنیو د دفتر مسوول ذبیح‌الله غوثي‌زاده پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن (دوشنبه) د دغه ولایت په الفاروق ولسوالۍ کې له دې ادارې سره په همغږي د «اسلامي رفاه» موسسې له لوري ۸۰۰ اړمنو کورنیو ته نغدي مرسته ووېشل شوه.

د هغه په خبره، هرې کورنۍ ته چې مخکې سروې شوې، ۱۱ – ۱۱ زره افغانۍ وېشل شوې دي.

ځیني مرسته ترلاسه‌کوونکي د دې مرستې هرکلی کوي او وايي چې په دغو پیسو به یې د ژوند یو څه اړتیاوې پوره شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.