کابل (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې ۶۱ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۲۰ نور ټپیان شوي دي.
الجزیزې ټلوېزیون نن په یوه راپور کې د غزې د روغتیا وزارت د چارواکو له قوله لیکلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۶۱ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۲۰ نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، غزه کې د اسرائیلو د بریدونو له پيل راهیسې تر ۶۵ زره ډېرو فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او نږدې ۱۶۵۷۰۰ نور ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ هم په غزه کې د اسرائیلو هوایي او ځمکني بریدونو کې ۹۱ فلسطینیان وژل شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP