منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۲۹ غ.و
۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

غزه کې د اسرائیلو تازه بریدونه؛ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۵۸ کتنې

کابل (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې ۶۱ فلسطینیانو  ژوند له لاسه ورکړی او ۲۲۰ نور ټپیان شوي دي.

الجزیزې ټلوېزیون نن په یوه راپور کې د غزې د روغتیا وزارت د چارواکو له قوله لیکلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۶۱ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۲۰ نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، غزه کې د اسرائیلو د بریدونو له پيل راهیسې تر ۶۵ زره ډېرو فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او نږدې ۱۶۵۷۰۰ نور ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ هم په غزه کې د اسرائیلو هوایي او ځمکني بریدونو کې ۹۱ فلسطینیان وژل شوي وو.