Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ندیم: د هېواد تحصیلي سیسټم باید د اسلامي اصولو پر اساس له نړۍوالو سټنډرډونو سره همغږی شي

کابل (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۴): د لوړو زده‌کړو وزیر په هرات کې «په لوړو زده‌کړو کې د کیفیت د تضمین سیسټم ارزونې» نړۍوال کنفرانس ته په وینا کې ویلي چې د هېواد پوهنتونونو تحصیلي سیسټم باید د اسلامي اصولو پر اساس له نړۍوالو سټنډرډونو سره برابر شي څو محصیلن وکولای شي په نړۍواله کچه عصري علوم زده کړي.

د هرات د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په لوړو زده‌کړو کې د کیفیت د تضمین سیسټم د ارزونې په اړه نړۍوال کنفرانس د لوړو زده‌کړو د وزیر شیخ ندامحمد ندیم، د هرات د والي شیخ مولانا اسلام‌جار، د هېواد د بېلابېلو پوهنتونونو د مسوولینو او استادانو په شتون کې په هرات ښار کې ترسره شو.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغه کنفرانس کې د ترکیې، ایران، پاکستان، سینګاپور او یو شمېر نورو هېوادونو په ګډون د لسو هېوادونو د پوهنتونونو استادانو او څېړونکو ګډون کړی و او د لوړو زده‌کړو د کیفیت د ښه کولو د لارو چارو په اړه یې علمي تجربې شریکې کړې.

په خبرپاڼه کې د ندامحمد ندیم له قوله ویل شوي: «په پوهنتونونو کې تحصیلي سیسټم باید د اسلامي اصولو پر اساس له نړۍوالو سټنډرډونو سره همغږی شي څو د هېواد محصلین وکولای شي په نړۍواله کچه د عصري علومو د زده‌کړې وړتیا ترلاسه کړي.»

هغه له استادانو او څېړونکو غوښتي چې خپلې څېړنې او علمي فعالیتونه د قران‌کریم او سنتو پر بنسټ ترسره کړي او شرعي مسایل په پام کې ونیسي.

په همدې حال کې، د هرات والي شیخ مولانا اسلام‌جار هم د هېواد د لوړو زده‌کړو د سیسټم د کیفیت ښه کول یوه حیاتي موضوع وبلله او دې برخې ته یې پر جدي پاملرنه ټینګار وکړ.

هغه په ​​هرات ولایت کې د پوهنتونونو د ودې هرکلی وکړ ویې ویل چې افغانستان، په ځانګړې توګه هرات ولایت په چټکۍ سره د پرمختګ او صنعتي کېدو په حال کې دی.

د سرچینې په خبره، دغه علمي کنفرانس د نړۍوالو علمي همکاریو د پیاوړتیا، د تجربو شریکولو او د هېواد په پوهنتونونو کې د زده‌کړو د کیفیت ښه‌کولو په موخه جوړ شوی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.