کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د ځمکې لاندې اوبو کچې په بېساري ټیټېدو سره اوس په کابل ښار کې ډېری خلک خپلې د اړتیا وړ د څښاک اوبه له ګرځنده ټانکرونو ترلاسه کوي، خو کارپوهان وايي، که څه هم د ټانکرونو اوبه د خلکو د اوبو ستونزه د لنډ وخت لپاره حل کوي، خو که بنیادي حللاره ونه لټول شي، دا چاره د ځمکې لاندې اوبو کچې د لا ټیټېدو لامل کېدای شي.
بلخوا، د اوبو او انرژۍ وزارت وایي چې د دغو شرکتونو د قانوني کولو پروسه یې پیل کړې او تر اوسه یې ۲۰۰ شرکتونه قانوني کړي دي. دغه وزارت ټولو شرکتونو ته سپارښتنه کړې چې له سطحي اوبو استفاده وکړي او یا اوبه له ښاره بهر له سرچینو ترلاسه کړي.
د خلکو اړتیاوې
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وایي چې د نل اوبو ته لاسرسی نه لري او اړ دي چې خپلې د اړتیا وړ د څښاک اوبه له ټانکرونو وپېري. د هغوی په خبره، که څه هم د ټانکري اوبو بیه لوړه ده، خو بله چاره نه لري.
د کابل ښار د ۱۲مې ناحیې د احمدشاه بابا مېنې اوسېدونکی عبدالله وایي: «اوبه د الله ج نعمت دی، خو معدني او تصفیه شوې اوبه چې د شرکتونو، په ځانګړې ډول ټانکرونو کې خرڅېږي، صحي دي او خوند یې هم ښه دی.»
هغه وویل، په خپل کور کې اوبه لري، خو خوند یې ښه نه دی، له همدې امله د ټانکرونو تصفیه شوې اوبه پېري.
نوموړي زیاته کړه چې د ورځې شل لېتره تصفیه شوې اوبه پېري او زیاتوي چې که څه هم د اوبو دغه شرکتونه خپله ګټه اخلي، خو خلکو ته خدمت هم کوي او تصفیه شوې اوبه ورته رسوي.
د کابل ښار د حسینخېلو سیمې بل اوسېدونکی اکمل وایي: «زموږ په کور کې اوبه شته خو خوند یې ښه نه دی، ککړې دي، نو په دې خاطر د زرنجونو له ټانکرونو اوبه اخلو او استفاده ترې کوو.»
د تصفیه شوو اوبو د تولید شرکتونه له کومو سرچینو اوبه ترلاسه کوي؟
محمدفهیم عطا چې د کابل ښار په ۱۲مه ناحیه کې د معدني اوبو د تولید شرکت لري او د کابل د معدني اوبو د شرکتونو اتحادیې مرستیال هم دی، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دوی دوه ډوله تولیدات لري چې ټانکري او بوتلي اوبه دي.
هغه زیاته کړه، دوی اوبه په موټرو او زرنجونو کې چې ذخیرې پهکې نصب دي، کور په کور ګرځوي او یو لېتر اوبه په یوه افغانۍ پلوري. د نوموړي په خبره: «د ټانکیو اوبه موږ د ورځې له ۱۵۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۰۰ لېتره پورې بازار ته عرضه کوو او بوتلي په ورځ کې له ۱۵۰۰ تر ۲۰۰۰ بستو پورې توزیع کېږي.»
عطا څرګنده کړه، دوی مخکې اوبه له بل ځایه راوړې، خو اوس په شرکت کې برمه لري او له هغې اوبه راباسي، تصفیه کوي یې او بیا یې بازار ته وړاندې کوي.
هغه وویل: «تېر کال موږ یوازې په دوولسمه ناحیه کې ۴۳ واړه شرکتونه ثبت کړي وو چې یوازې ټانکري اوبه یې توزیع کولې، اوس ټولو شرکتونو برمې وهلې او له هغو اوبه راباسي او تصفیه کوي یې.»
هغه زیاته کړه، د ټانکري اوبو د تولید لپاره د ۱۲مې ناحیې صنفي جواز لري او د بوتلي اوبو د تولید لپاره یې له فکري ملکیتونو او سوداګرۍ له وزارته جواز ترلاسه کړی دی.
د نوموړي په خبره: «زموږ اتحادیې دوه کال مخکې چې په کابل کې سروې کړې وه چې لېستونه یې هم له موږ سره موجود وو، له ۲۵۰ څخه تر ۳۰۰ پورې دغه متوسطه شرکتونه چې اوبه یې تولیدولې او په سیار ډول یې خرڅولې، زموږ سره ثبت وو، له هغه وخت راهیسې دغه دی دوه کاله تېر شول، کېدای چې ډېر یا کم شوي وي.»
سمیعالله احمدزی چې د معدني اوبو د تولید یوه شرکت موټرچلوونکی دی وایي، سوزوکي موټر کې اوبه کور په کور ګرځوي او پر خلکو یې پلوري. هغه زیاته کړه چې اوبه په کوڅو کې ګرځوي او پر خلکو لېتر په یوه افغانۍ پلوري.
دی وایي، د اوبو پلور یې ښه دی؛ ځکه په ځینو سیمو کې اوبه ښه خوند نه لري، نو خلک مجبور دي تصفیه شوې اوبه په پیسو وپېري.
شنونکي: له ټانکري اوبو ښايي د یو څه وخت لپاره ګټه واخیستل شي خو په اوږدمهال کې د ځمکې لاندې اوبو کمېدو لامل کېږي
د کابل پوهنتون د چاپېریالساتنې پوهنځي رییس محمد داوود شېرزاد وایي چې یاد شرکتونه د کابل ښار د ځمکې لاندې اوبه استخراجوي او نه یوازې په ښار کې یې پلوري، بلکې نورو سیمو ته هم وړي چې دا یوه ډېره زړهبوږنوونکي موضوع ده؛ ځکه کابل ښار کې د ځمکې لاندې اوبه ورځ تر بلې په کمېدو دي.
هغه وویل: «د کابل اوسني مصرف ته په کتو ویلی شو چې که چېرې یو کال نورمال کال هم وي، دا وچکالي له منځه تللې وي، ښه ژمی او باراني پسرلی ولرو خو بیا به هم د کابل د ځمکې لاندې د اوبو د مصرف بیلانس منفي وي؛ ځکه د کابل ښار پراخ شوی او هغه سیمې پر ښارونو بدلې شوې چې هلته به د باران او واورې اوبه جذبېدې او د زېرزمیني اوبه یې تغذیه کولې.»
هغه زیاته کړه، د اوبو د تولید فابریکې باید د ښار پر ځای په هغو سیمو کې جوړې شي چې هلته سیند وي او سطحي اوبه ډېرې وي او د سیند ترڅنګ څاګانې ورته وایستل شي، څو د ځمکې لاندې اوبو ته زیان ونه رسېږي.
د شېرزاد په خبره: «دلته بدبختانه د ښار د زېرزمیني له اوبو استفاده کېږي او په اطرافونو او نورو سیمو کې پلورل کېږي چې دا هغه خطرناک عمل دی چې د کابل ښار د زیرزمیني اوبه یې له فوقالعاده ګواښونو سره مخ کړې دي.»
دغهراز د اوبو چارو شنونکی نظیم سمون وایي، اوس په کابل ښار کې د ځینو خلکو د کورونو څاګانې وچې شوې او مجبور دي خپلې د اړتیا وړ اوبه له ګرځنده ټانکرونو پوره کړي.
د نوموړي په خبره، دغه پایداره حل لاره نه ده، د اوبو پلورونکي هم د ځمکې لاندې اوبه راوباسي، بالاخره دغه اوبه به هم وچې شي، بله لار به نه وي، بیا مجبور د اوبو کاروباریان تر دې زیات نورو برخو ته لاس کړي.
سمون وايي چې دغه بحراني وضعیت د ډېرو خلکو او سوداګرو لپاره یو فرصت ګرځېدلی او کېدای شي په دغو شرایطو کې ځیني کسان پر خلکو ته داسې اوبه وپلوري چې له صحي پلوه د استفادې وړ نه وي.
د هغه په خبره، دا یو عرضي حالت دی، تر هغه چې دا ستونزه اساسي حل نه شي، کابل ته د پایپلاین له لارې له هغو منابعو چې پخوا یې مطالعات شوي، او بالقوه سرچینې ګڼل کېږي، اوبه انتقال نه شي، دا مشکل نه حل کېږي او لا پسې ژورېږي.
دغهراز، د اوبو او چاپېریالي چارو کارپوه نجیبالله سدید وایي، د اوبو د تولید شخصي شرکتونه په کابل کې د اوبو رسونې د پخوانۍ خلا له امله رامنځته شوي چې په لنډ مهال کې ظاهراً ګټور ښکاري او خلکو ته اوبه ورکوي، خو که راتلونکي ته وکتل شي، په حقیقت کې د کابل د خلکو لپاره ډېر زیان پېښوي.
هغه وایي، ډېری دغه شرکتونه له ژورو څاګانو (برمو) اوبه راوباسي چې خلک پخپله د دې ژورو څاګانو د کيندلو وس نه لري، له همدې امله د اوبو دا عامه سرچینه د څو شرکتونو له خوا انحصار شوې شوې ده.
ده وویل، په اوږد مهال کې دغه شرکتونه د کابل د خلکو ټولې اړتیاوې نه شي پوره کولای، نو لازمه ده د کابل ښار اوسېدونکو ته د پاکو او کیفیتلرونکو اوبو برابرولو په اړه جدي تدابیر ونیول شي، څو خلک په حقیقت کې د اوبو برخه کې له سرګردانۍ او د دغه بحران له ستونزو خوندي پاتې شي.
د حکومت اقدامات او نړۍوالې اندېښنې
د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند قاري مطیعالله عابد وایي، د اسلامي امارت له راتګ وروسته دغه وزارت د هغو شرکتونو چې د اوبو رسولو برخه کې فعالیت کوي، د قانوني کولو بهیر پیل کړی او تر دې مهاله پر دې توانېدلی چې د اوبو د تولید شاوخوا ۲۰۰ شرکتونه قانوني کړي او دغه پروسه روانه ده.
هغه وویل، قانوني شرکتونو ته سپارښتنه شوې چې د امکان تر حده د کابل له ښاره بهر اوبه راوړي، وروسته یې تصفیه کړي او ښاریانو ته یې وړاندې کړي، خو ځیني شرکتونه لا هم په ښار دننه د ځمکې لاندې له اوبو کار اخلي. په دې اړه د اسلامي امارت د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت هم یوه مسوده چمتو کړې ده، هیله لرو چې ټول د اوبو رسولو شرکتونه د اصولو مطابق خپل فعالیت ترسره کړي.»
هغه زیاتوي چې د اوبو او انرژۍ وزارت ټیمونه د ثبت او راجسټر شوو شرکتونو څارنه کوي، څو شرکتونه د اصولو او مقرراتو مطابق فعالیت وکړي.
د نوموړي په خبره، د اوبو او انرژۍ وزارت هڅه کوي چې د کابل ښار د ځمکې لاندې اوبو د مصرف او تغذیې ترمنځ توازن وساتي؛ له همدې امله وزارت د اوبو د لویو مصرفوونکو لپاره محدودیتونه وضع کړي دي؛ د مثال په توګه، فابریکو، لوړپوړیزو ودانیو او موټرمینځلو ځایونو ته سپارښتنه شوې چې د اوبو مدیریت سیسټمونه، ریسایکل او تصفیه سیسټمونه نصب کړي.
نوموړی وایي، له شک پرته د ځمکې لاندې له اوبو ډېره استفاده کولای شي یوه جدي ستونزه رامنځته کړي او د اوبو له استفاده کوونکو یې غوښتنه وکړه چې له سطحي اوبو ګټه واخلي او په مصرف کې دې احتیاط وکړي.
د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند وویل، د اقتصادي معاونیت د مسودې له مخې، ټول شرکتونه باید د کابل ښار له بیرونه د اوبو له سرچینو استفاده وکړي.
دغه وزارت مخکې له دې هم ویلي وو چې د هېواد په یو شمېر سیندیزو حوزو کې اوبه تر ۹۰ سلنه کمې شوې او په مرکزي سیمو کې هم وچکالي ده او د ځمکې لاندې اوبه نسبتاً کښته تللې دي خو وزارت د یادو ستونزې د حل لپاره لنډمهال او اوږدمهال پروګرامونه لري او ځيني فعالیتونه یې ترسره کړي هم دي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) سږ کال د غبرګولي په ۲۵مه ویلي وو چې د افغانستان نږدې یو پر درېیمه برخه وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او څه باندې ۱۰ میلیون کسان له ناپاکو اوبو استفاده کوي.
دغه بنسټ زیاته کړې وه چې د یو شمېر پرمختګونو سربېره، دغه ناورین پر کلیوالو سیمو، په ځانګړې توګه پر ښځو او ماشومانو ډېر فشار راوړي او ملګري ملتونه په افغانستان کې د اوبو د بحران کمولو په برخه کې ځینو اقداماتو ته ژمن دي.
دغهراز، په افغانستان کې د اروپایي ټولنې دفتر په افغانستان، په ځانګړې توګه کابل کې د اوبو د سرچینو کمېدو په اړه اندېښنه څرګندوي او وایي، دغه ستونزه د ژوند پر ټولو برخو اغېز کوي او دغه ټولنه له خپلو افغان شریکانو سره د دې ستونزې هواري برخه کې مرسته کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP