Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اروپايي ټولنه: د افغانستان له زلزله‌ځپلو سره خپلې مرستې ډېروو

کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه، ۱۴۰۴): اروپايي ټولنې ویلي چې د افغانستان په وروستۍ زلزله کې زیانمن شوو سره خپلې بشري مرستې ډېروي.

اروپايي ټولنې پر خپله اېکس‌پاڼه د یوه پیغام په خپرولو لیکلي، تر اوسه څلور الوتنې چې په هره یوه کې ۲۶۰ ټنه اړینې مرستې بار وې، افغانستان ته رسېدلې او تر ټولو تازه الوتنه پرون افغانستان ته ورسېده.

د یاد بنسټ په پیغام کې راغلي: «د اروپايي ټولنې بشري مرستې په افغانستان کې د وېشلو په حال کې دي؛ زموږ څلورمه الوتنه چې د اروپايي ټولنې له بودجې شوې، څه باندې ۲۵۰ ټنه اړین توکي یې د وروستۍ زلزلې زیانمنو ته رسولي دي.»

یاد بنسټ څرګنده کړې چې لا ډېرې الوتنې په لاره دي څو زیانمنو شوو کورنیو ته بېړنۍ مرستې ورسول شي.

د یادونې ده، شاوخوا درې اونۍ مخکې په کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشېر او نورستان ولایتونو کې د رېښتر په کچه ۶ درجې زلزله وشوه چې تر ټولو ډېر زیانونه او مرګ‌ژوبله یې په کونړ ولایت کې واړول.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.